د هملند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په مارجه اولسوالۍ کي ئې عمليات کړي چي درې ورځ ئې دوام درلود او د شنبې په ورځ پاى ته رسېدلي .
چارواکي وايي چي په دې عملياتو کي ئې ٩ وسله وال وژلي او يوشمېر وسلې ئې نيولي.
همدا ډول چارواکي وايي چي په دې عملياتو کي د دوى لوري ته کوم زيان نه دئ رسېدلى .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.