کور / تازه خبرونه / د پوځي استخباراتي ادارې دفتر څنګته چاودنه وشوه

د پوځي استخباراتي ادارې دفتر څنګته چاودنه وشوه

دسهيلي پښتونخوا په سيمه ډيره بګتي کښې دپاکستان دپوځي استخباراتى ادارې(ايم،آئى) په دفتر او پټ فيډر په سيمه کښې ديوه ټريکټر لاندې چاودنه شويده دبريتانوى خبري سرچينې دراپور ترمخه دايم آئى په دفتر کښې دچاودنې له امله دوه تنه مامورين ژوبل شوي او درې خونې ويجاړې شويدي ځايې اوسيدونکي وايې چې له چاودنې وروسته ټوله سيمه په ولقه کښې واخستل شوه او څوک سيمه ته پرينه ښودل شول بلخوا ته دپټ فيډر په سيمه کښې ټريکټر ټرالۍ پرماين وربرابره شويده خو په چاودنه کښې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.