اسلام اباد:د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي د پاکستان له ولسمشر اصف زرداري او د دغه ملک له پوځي مشر اشفاق پرويز کياني او نورو پوځي مشرانو سره وليدل، چې په کې پر امنیت او خپلمنځیو اړیکو خبرې شوې دي.د پاکستان ولسمشر د دفتر له خوا په خپره شوې یوه بیانیه کې راغلي چې ولشمسر آصف علي زرداري په دغه لیدنه کې نوموړي د افغانستان امن بهیر کې له پاکستاني لوري د پورته کړل شویو ګامونو ذکر وکړ او ژمنه یې وکړه چې هیواد به د افغانستان په امن او کراري کې خپل رول جاري ساتي.تر دې وړاندې د افغانستان د دفاع وزیر د پاکستان له پوځي مشر اشفاق پروېز کیاني سره ولیدل او په کې د سیمې د امنیت د ښه کولو پر لارو چارو غور وشو.سرچینې وايي، چې په دغه لیدنه کې راتلونکې فبرورۍ میاشت په برتانیا کې د پاکستان، افغانستان او برتانیا د پوځي مشرانو د کېدونکې غونډې پر اجنډه هم خبرې وشوې.د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل؛ چې اسلام اباد ته د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ د دفاع وزیر بسم الله محمدي د پاکستان د لوی درستیز اشفاق کیاني په بلنه تللی دی.د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل؛ چې په دې سفر کې به له پاکستانیو چارواکو سره د افغانستان او سیمې په امنیتي مسایلو اوله ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې خبرې وشي:اوله مساله په امنیتي مسایلو کې د دوه اړخیزو همکاریو زیاتوالی دی؛ دویمه مساله د افغانستان د سولې او امنیت په مسایلو کې د پاکستان د لا ډيرې همکارۍ راجلبول دي؛ هڅه به وشي، چې له ترهګرۍ سره په ګډه یوه مبارزه وشي.”همداراز په اوس وخت کې چې افغان پوځي چارواکو ته له پاکستان نه د همکاریو تمه پیدا شوې د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتره (اى اېس پي ار) په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ليدنې پر مهال دواړو خواوو د علاقې وړ مسلکي موضوعاتو او د دفاع په برخه کې د همکا ريو په زياتولو خبرې وکړېسرچينې زياته کړې، چې دواړو پلاوو پر دې هم خبرې وکړې، چې څه ډول وکولى شي د دواړو هېوادونو د وسلوالو ځواکونو ترمنځ د روزنې او په نورو برخو کې همکاري زياته شي.په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د هغه درې اړخيز نظامي کمېسيون په اړه هم خبرې وشوې، چې پر ګډه پوله د ايساف په ګډون هر وخت ترسره کېږي.بلخوا په اسلام اباد کې ځينې سرچينې وايي، چې د دغو خبرو اترو پر مهال ډېر تمرکز له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو او تر هغه وروسته پر امنيتي حالاتو وشو.يوې پوځي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وايي، چې د افغانستان او پاکستان د پوځي چارواکو ترمنځ د دې اوږدې ليدنې کتنې پر مهال دواړو خواوو د ناټو تر وتلو وروسته په سيمه کې د سولې او ارامۍ په رامنځته کولو ټينګار وکړ.د سرچينې د معلوماتو له مخې، په خبرو اترو کې په تفصيل سره له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته پر ځينو بنسټيزو موضوعاتو خبرې پيل شوې او ژمنه وشوه، چې دغوم خبرو ته به دوام ورکول کېږي.پوځي سرچينې وايي، د دغو خبرو پر مهال له افغانستان د ناټو تر وتلو وروسته د دواړو هېوادونو د ګډې پولې په ګډه کنټرول، د سرحدي ځواکونو ترمنځ د دوامداره اړيکو، د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان پر رول، د ځواکونو د روزنې پر موضوع او په سرحدي سيمو کې د ټولنيزو او اقتصادي پروژو پر پلي کولو په تفصيل سره بحث وشو.سرچينې زياته کړې، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال کياني د افغانستان د دفاع وزير ته ډاډ ورکړ، چې د سرحدي سيمو امنيت به ټينګ ساتل کېږي، ترڅو د ناټو تر وتلو وروسته سيمه له ګډوډيو ژغورلې وي.ويل کېږي، چې د جنرال کياني او جنرال محمدي ترمنځ تر رسمي خبرو اترو مخکې په دوستانه فضا کې غير رسمي خبرې اترې هم وشوې.جنرال محمدي ته د پاکستان د پوځ مرکز (جي اېچ کيو) ته په رارسېدو تود هرکلى وويل شو او پوځيانو ورته سلامي وکړه.په افغان پلاوي کې د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون قوماندان تورن جنرال افضل امان، د ملي دفاع وزارت د پلټنو او استخباراتو رييس تورن جنرال عبدالمنان فراهي، د روزنې مسوول تورن جنرال پاينده محمد ناظم او د ملي دفاعي کالج قوماندان تورن جنرال امين الله کريمي شامل دي.جنرال محمدي تېره شپه ناوخته د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم ليدلي دي.له دې مخکې د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال ظاهر عظيمي پژواک اژانس ته ويلي وو، چې د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله خان به له پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر ترهګرۍ هم خبرې وکړي.