کور / هراړخیز / فضول اظهار، چټي ژړا، څه مانا؟

فضول اظهار، چټي ژړا، څه مانا؟

قاري عمرخېل ته د هغه د خور د شهادت په مناسبت غــمرازي

زما زخمي قاري ګله!

ستا د سوخت او ستا د غم انجام ته هېڅ حرامي هېڅ نشي ويلاى، ته خپل الم د خپل وجود په عالم کې پرېږده، چې دننه دې وخوري، ودې خوري، ودې خوري، دومره دې وخوري، چې بالاخره ختم شې، داسې ختم، لکه هېڅ چې نه وې، لکه اوس چې نه يې. لکه ستا خور چې نشته.

قاري جانه! دا ده زما د خواخوږۍ توصيه او زموږ غمرازي دې نوره زما به سټايل شي، داسې چې هېچا ته بايد د غم د اظهار اجازه ورنکړه شي، ځکه فضول اظهار، چټي ژړا، څه مانا؟.

ته لکه چې خبر نه يې زما ګرانه! چې زه او ته د حرامي نسل حصه يو، ما خو ډېر پخوا چيغې وهلې وې، چې زه حرامي نسل يم، ماته جانان مه وايه، ځکه حرامي نه په ځان وي، نه جهان او نه يزدان، خو زما د نسل ډېرو مارنګو راباندې کږې ووهلې، چې که و، ته به حرامي يې، تا زموږ درست نسل سپک کړى دى، خو حراميان به خپلو کې د تفاهم او منطق ژبه څنګه پيدا کوي؟

زما ګله قاري ګله!

ستا سره ستا د خور درد هېڅوک نه ژاړي، ځکه چې دلته خور او لور د عاطفې وړ موجودات نه دي.
آيا زه او ته يې نه وينو، چې زموږ په چاپېرچل کې د خوېندو، لوڼو مارکېټونه لګېدلي، زموږ کاروبار د خور ولور راکړه ورکړه، پېر و پلور دى، ته خو هوښيار سړى يې، په کاروبار کې عاطفه مدنظر نه وي، بلکې يواځې ګټې ته حساب کېږي.

ګټه او عاطفه يو د بل دوه نه پخلا کېدونکي ميرڅمن بويه.

موږ خو د خپلو غېرتونو په بازار کې د خپلو لورګانو پر ولورو چنې وهو، پيرانو و ملکانو، اخوندانو او خانانو ته مو د خوېندو د خرابات مېړانه هم د زمانې اعزاز دى.

د دکان او مغازې لوښي به څه توان ولري، کله چې زموږ خور ولور دومره بېځواکه شي، نو نورو ته په ورکړه کې بۀ يې څه د اقرار او انکار کيسې کوو.

که مبارک اسلام ايجاب و قبول د نکاح بنيادي ډبرې ګڼي، نو د اقرار او انکار په دغسې بنديز کې به دغه اساسي شرط څنګه ومنل شي، ځکه خبره د مارکېټ ده او د مارکېټ هدف يواځې ګټه ده او د ګټو په مخکې د ايجاب و قبول او نورو چټياتو خنډ ونه اچول لېونتوب ګڼلى بويه.

زما ګرانه قاري جانه!

زه او ته او زما و ستا د کور اوسېدونکي ددغه ډول جنسي روابطو زېږنده نسل يو.

اوس ته ووايه، چې هغه ملا، هغه اخوند، هغه مفتي، هغه مولوى او هغه عالم دين چېرې ومومو، چې راته د حق په ژبه رښتيا، رښتيا ووايي، چې آيا موږ حرامي نسل يو که حلالي؟

نه نه، دا حماقت دى، داسې هېڅوک نشته چې پر خپلو ګټو سترګې پټې کړي او موږ ته صفا ووايي، ځکه حق ويل، دار منل دي او دا به کوم ساده وي، چې په لوى لاس د دار پړى پر غاړه کړي.

د سترګو توره قاري وروره!

ته خو ما پېژنې چې د دنيا د بازار خاص تکړه خريدار نه يم، ځکه نو راته بې توپيره ده، چې د خپل نسل د حراميتوب شعار پورته کړم.

نو، چېرته چې څوک د خپلې خور و لور پر سر بولۍ لګوي، هغوى بۀ د بل د خور په سوخت څه وزوکلېږي؟

بله واوره زړګيه!

په موږ يې کمونېزم ځکه وواهه، چې ويل يې: د خور و مورو ماينې فرق نه کوي او په موږ امريکا ځکه وهي، چې کفار دي، پر عيسويت مو اړوي، په فساد مو لړي د سيکولرزم طوق لعنت مو غاړې ته رااچوي.

خو سړى لېونى شي، لېونى چې زما بيانېدونکې تراجيدي د کمونيزم زېږنده وبولي که د سيکولرزم؟.

زموږ دغه چارچلن د کوم کفر، کوم الحاد، کوم انحراف او کومې ګمراهۍ په تله تکميل بويه؟.

زما خو ادعا ده چې زموږ د ژوند معيار يوازې د حراميتوب په کچ بېچ د حساب وړ دى.

قاري زړګيه!

ته چې د خپلې خور د شهادت د انجام تعريف غواړې، نو دا زموږ په کلتور او ادبياتو کې نه د تشريح وړ دى او نه يې ضرورت شته.

او ته!

خپل الم، د خپل وجود په عالم کې پرېږده، چې دننه دې وخوري، ودې خوري، ودې خوري، دومره دې وخوري چې بالاخره ختم شې. داسې ختم، لکه هېڅ چې نه وې، لکه اوس چې نه يې، لکه ستا خور چې نشته.

انا لله و انا اليه راجعون

٧/١١/١٣٩١