کور / هراړخیز / د ميلمه ژړا

د ميلمه ژړا

د ټلويزيون پر ښيښه مو يو پروګرام کاته.پروګرام د متحده عرب اماراتو په يوه شګلنه دښته کې جوړ شوى و. خړه دښته وه. پرته له شګو پکې هيڅ نه ښکاريدل. هره خوا د خړو شګو غونډۍ ګانې وې.


يو دم يو سپين نوى ماډل لنډ کروزر ښکاره شو. د موټر له ټايرونو شګې باديدلې او دى په وچ زور مخ په بره روان و.


وروسته موټر ډېر شول، موټر سايکلونه هم ښکاره شول. همدې شګو کې اوښتل را اوښتل. له کلي څخه د راغلي ميلمه زړه تنګ شو:


 دا څه حال دى؟ دا خلک ليونيان دي؟ په دې وچه، سپيره او خړه دښته کې څه کوي؟


خوا کې ناست ځوان ځواب ويلو ته ستونى صاف کړ: دلته خلک ميلو ته راځي.د ورځې په زرګونو روپۍ له همدې خړو دښتو د شيخانو جيبونو ته ځي.


هغه خبره اوږده کړه: د موټر جلا کرايه ده، د موټر سايکل او اوښانو جلا کرايې دي. همدلته هوټلونه دي. دا دښتې د عايد لويې سرچينې دي.


ميلمه غلى و.لکه څه شى چې ترې هېر وي.يو دم يې جيب ته لاس کړ. موبايل يې را وويست. عکسونه مو ترې کمپيوټر ته انتقال کړل. شيبه وروسته د کمپيوټر پر سکرين(ښيښه)شنې صحراګانې او د مست سيند ښکلې او زړه پورې منظرې ښکاره شوې.


ميلمه ټلويزيون ته لاس ونيو. کله يې د ټلويزيون او کله يې د کمپيوټر سکرين ته کتل. لاس يې هماغه شان هوا کې لړزيده. غريو ونيو، په ډډ غږ يې وويل:


رښتيا ووايئ! دغه خړې او وچې دښتې ښايسته دي او که زموږ شنې صحراګانې او مست سيندونه؟ څومره ښکلې منظرې لرو؟ څومره د ميلو او سيل ځايونه لرو؟


خو دا مونږ څومره بدبخته يوو؟ خپل جنت نشان وطن مو ځانته دوزخ کړى دى. که دلته امن وي، سوله وي،نو د اماراتو سپيرو دښتو کې څوک څه بلا غواړي؟


ميلمه، لکه کوم جذباتي ملا او يا سياسي ليډر چې  تقرير کوي، همداسې په يوه ساه لګيا و. موږ ټول غلي وو. شيبه وروسته هغه هم غلى شو.


د کمپيوټر په سکرين يې سترګې ګنډلې وې،يو دم يې سکوت مات کړ:


خدازده، دا وطن کوم سپيره نظر وخوړ؟ د خلکو يې له ښکلو منظرو کرکه کيږي، په بدرنګولو پسې يې راخيستې ده. هماغه د انقلاب لومړي وختونه تازه کيږي. چيرته بمبار دى.چېرته پول ته انفجار ورکول کيږي، چېره په نه خبره وژنې کيږي او چېرته….


ميلمه په سکرين ګوته کېښوده.منظره د الينګار د مست سيند وه چې د شنو صحراګانو منځ کې لکه مجبوره انسان غوندې په بيړه بيړه روان و او له غمه يې له خولې شنه ځګونه باديدل.


د ميلمه ګوته رپيدله، په ژړه غوني انداز يې وويل: دغلته يو نوى جوړ شوى پول دى . د چينچار پله په نوم مشهور دى. زرګونه کورنۍ يې له عمومي سړک سره نښلولې دي. د هغه يې هم يو برخه څو ورځې وړاندې ويجاړه کړه.شايد بله ورځ ټول پول ونړوي او شايد که جګړه دوام وکړي يو وخت ټول وطن لکه د بودا مجسمه ونړول شي.


موږ د خپلې سيمې ښکلو منظرو ته کتلې، خاموشه صحراګانې وې، خاموشه غرونه وو، خو د حال ژبو يې يو شور جوړ کړى و او په چيغو چيغو يې همدا ويل:


هاى افغانانو!


له عربو يې زده کړ‌ئ! هغوى د خپلو سپيرو او  شګلنو دښتو نندارې ته د ټولۍ نړۍ خلک را مات کړي. وچې دښتې يې له سيلانيانو ډکې دي. په سپيرو ميرو کې يې د خنداګانو کړسهار دى.


خو زموږ له پستو او خوشبويه غيږو نه  نفرتونه کيږي،پر سر مو د باروتو لوګيو وريځې جوړې کړي، خلک را نه په تېښته دي.


  اف!


زموږ ښکلا څومره بې قدره ده؟ څومره کم نصيبه يوو؟ هيڅوک په ښه نيت نه را ګوري. د بدرنګه کولو سيالي مو روانه ده.


محمد نعمان دست، جلال اباد


د سلواغې درېيمه،١٣٩١