دروان کال ددلوي پرشپږمه(۶) نېټه، دکندوز په امام صاحب (ولسوالۍ) کښي دیوې مېرمني او دهغې دمېړه ترمنځ دموبایل چارجر پرسر شخړه رامنځ ته سوه چي بلاخره دښځي په قتل تمامه سوه. ولسوال امام الدین قریشي رسنیو ته وویل چي یاده ښځه دامام صاحب داولي ناحیې اوسېدونکې او داتو(۸) اولادنو مور وه چي تېر ماښام یې دخپل مېړه سره دموبایل چارجر پرسر ستونزه رامنځ ته او بیا دخپل مېړه له خوا پسي ووژل سوه. امنیتي چارواکي وايي چي قاتل تښتېدلي خو دهغه پلار یې دپوښتنو او تحقیقاتو په خاطر نیولی دﺉ.
دیادوني وړ ده چي د ۱۳۹۱ کال دپیل راهیسي، په کندوز کښي شپاړس ښځي قتل سوي چي له دغي جملې څخه تېره اوونۍ په ارچه دښت(ولسوالۍ) کښي یوې ښځي دموږک دزهر خوړولو وروسته خپل ژوند خاتمه ورکړه.