کور / شعر / ستا دکرکې په شیبوکې

ستا دکرکې په شیبوکې

او

راځه اوس درنه پوښتنه کوم

کلونه وروسته

دبې رنګه ژوند په دې شیبو کې

بالاحصار

او دزاړه ښار هاغه ستوغه لاره

دشهدا دهدیرې قبرونه

هغه ډبره چې زما اوستا کیسو ته غوږ وه

خواجه صفا سره یو څو دارغوانو بوټي

زما پر ټټر باندې دې لاس کېښوده

تاویل :

ته ودرېږه !

وګورم

چې زړه په کې شته ؟

اوزما له زړه دراوتلیو اسویلیو څپو

ستا وربل وخوځاوه

نو

راځه اوس درنه پوښتنه وکړم

چې زه او ته ولې زاړه ښار ته تلو ؟

هغه غرمه ، هغه دبڼ پسرلي نرم باران

دعاشقانو عارفانو په زیارت کې دمه

په هاغه ورځ مې څنګه

زړګي ، دا ستا تر تاوده لاس لاندې وزرونه وکړل؟

خدایزده دزړه درزا مې ستا په غوږ کې څه وویل

چې په رنجو ککړې اوښکې دې پرمخ لیکه شوې ؟

یوازې زه پوهیږم

چې دخوږوشونډو ترپاسه دمالګینو اوښکو خوند څنګه وي

کلونه وروسته

لاهم

ستا له ګریوانه دنرګسو عطر پېژنمه

او

اوس چې ته له مانه کرکه لرې

خیر دی

له خپلې ټولې کرکې سره

راځه چې بیا پر هغې لارې ولاړ شو

خیر

که خبرې دې زړه نه غواړي

نو هیڅ مه وایه

مګر راځه چې تر هغې ډبرې بیاولاړ شو

راځه

راغلا به یې کړو

هغه ډبره زموږ ډیرې کیسې زړه کې لري

داخو منې چې ژوندون لږ پاتې دی؟

یوه ورځ دا مزل هم پای ته رسي

زه اوته دواړه

یوله بله لرې

نن یا سبا به شو دخاورو مېلمه

راځه هغه ډبره نیمه کړو

دوه شناختې یې کړو

نیمه زما او نیمه ستا پر قبر

ترمرګه وروسته به زموږه شناختې

هغه کیسې موږه ته بیا ووايي

او دډبرو په هنداره کې به وځلیږي

دهغو ورځو هغه تیرې ، هغه هیرې شیبې

لکه پرشونډو دمالګینو اوښکو سپینه ځلا

او لکه ستا له ګریوانه ، نه دنرګسو وږم

لکه سپرلي کې دباران دپستو څاڅکوغزل

او لکه زما پر ګوګل ستا دلاس توده پوښتنه

ودریږه وګورم

چې

زړه

په کې شته ؟

۳سلواغه ۱۳۹۱

کابل