د دوه زره یولسم کال د مارچ په میاشت کي درانه استاد غلامحمد زرملوال صیب زنګ راته وواهه او د لندن په ښار کي جوړیدونکي غونډه کي چي د ډیورنډ د تپل سوي کرښي و غندلو ته رابلل سوې وه ، په غونډه کي د ګډون بلنه راکړه . زه او عبدالله احسان د غونډي څخه یوه ورځ مخکي د اپریل د میاشتي پر ۲۲ نیټه د بلجیم څخه د زرملوال صیب د کور پر خوا روان سوو ، زرملوال صیب د خپل ټول مشرتوب سره زموږ داسي عزت وکړ چي زموږ کشرانو له پاره تر حد ډیر وو . زرملوال صیب په دغه ورځ په کور کي یوازي وو او یا به یې هم کور د راتلونکو میلمنو او په غونډه کي د ګډون کونکو له پاره خالي کړی وو ، هر څه چي وو خو زرملوال صیب لکه د کلي او وطن میلمه دوسته پښتون چي د میلمه پالني څخه خوند اخلي او د میلمه عزت خپل عزت ګڼي . زموږ د اثرار او بیا بیا کښینولو سره سره زرملوال صیب خپله ډوډی راته پخه کړل او موږ هم په پخلنځي کي مرسته ورسره کول ، له داسي فرصتونو او وخت څخه مو ګټه اخیستل . زرملوال صیب خپل کتابتون ټه بوتلو او د خپل کار کوټه یی راته وښودل چي هلته په سلهاوو کتابونه یا خو لوستلو ته تیار ایښودل سوي وه او یا خو د میز پر سر داسي پراته وه چي له هر یوه نه وروسته به بل کتاب رااخستل کیږي او بیا به یی نتیجه یا ژباړه د میز پر سر ایښودل سووي کمپیوټر کي ټایپیږي . د زرملوال صیب د مطالعی او کار خونه د یوه فیلسوف او لوی څیړونکي کارخونه وه چي یوازي به ژباړي او کتاب لیکني نه کیدلې بلکي هره اونی به یوه یا دوی مقالی د افغانانو د ذهنونو د روښانولو د پاره انټرنیټ پاڼو ته سپارل کیدلې .
زرملوال صیب پر وطن مین او د وطن او سیمي پر حالاتو ځیرک څارن وو . د تاریخ سره د استاد زرملوال صیب نږدی توب د افغانستان او سیمي د حالاتو سره نسبت درلود . زرملوال صیب د خپلي مریضی او سپینږرتوب سره سره زموږ سره د سهار تر ۴ بجو کښیناست او داسي کیسې یې راته وکړی چي ما په خپل ټول ژوند نه وی اوریدلي او نه مي هم لوستلي وی . د زرملوال صیب یوه تاریخي کیسه د ډیورنډ د کرښي او د انګلستان د بی ایمانیو کیسه وه ، ډیره ترخه او ډیره جالبه . استاد زرملوال ته هر ځوان پښتون داسي بریښیده لکه د خپل کور او کهول ډیر نږدې او یا ووایم لکه اولاد او یا هم ورور . زرملوال صیب د خپل ریښتنتوب او اخلاص مینه موږ ته راکړل .
زرملوال صیب سهار وختي زموږ څخه تر مخه را ویښ سوی او ناشتا یی د میز پر سر تیاره ایښی وه ، د استاد داسي میڼي او پښتونولۍ زموږ څخه خپله پښتو هیره کړل . دا په یقین سره ویلای سم چي استاد په داسي زحمت ګاللو سره موږ ته د پښتو دود او رسم تازه کاوه او موږ ته یی ښودل چي پښتانه که دومره سپینږري هم سي خو میلمه پالنه یی د پښتونوالی له لومړیو اصولو څخه ګڼل کیږي ،.
زرملوال صیب زموږ سره یو ځای د غونډو تالار ته راغی او د غونډي تقریبا ډیره برخه د استاد په غاړه وه چي هغه نظم او اداره کړي ،.استاد زرملوال د ځوانانو په شان د غونډي تنظیم ته اوږه ورکړی وه . په غونډه کي د سم سمکۍ چاري او د ریسه هیت سره په شریکه غونډه اداره کول .
د غونډي تر ختمیدلو وروسته د غونډي ټول ګډونوال د لندن په زړه کي د برطانیی د پارلمان مخ ته د ډیورنډ د کرغیړني کرښي پر ضد د احتجاجي مظاهری په نیت وخوځیدلو ، دلته هم زرملوال صیب لکه یو ځوان د بیرغ او شعارونو په وړلو او د شعار په ورکولو کي تر موږ ټولو لمړی وو . کله چي به مي د استاد احساس ولید نو زړه ته به مي ولویدل چي :
نن وي که سبا وي /// دا وطن به ابادیږي /// ولسونه به پاڅیږي /// دا قومونه به یو کیږي /// د دښمن مخ به توریږي
چي ژوندی یو زرملوال دی /// پر ممبر مو دئ بلال دی
( د سفر څخه تر راستنیدلو مي د خدای بخښلي زرملوال صیب احساس ته لیکلی و داپریل ۳۱ / ۲۰۱۱ )
د مظاهری پریکړه لیک هم ولوستل سو او بیا بیرته د غونډي تالار ته راغلو او په ډیر اثرار مو د درانه مشر استاد زرملوال صیب څخه رخصت واخیستلای سو ، د کار او نورو مسولیتونو شاته پریښودلو اړ کړو تر څو د استاد سره مخه ښه وکړو . د خدای بخښلي استاد زرملوال صیب بانډار دومره خوږ او په زړه پوري وو چي خوند یی تر اوسه زما د ذهن په ذایقه کي پروت دی او دا به هیڅ وخت زما له ذهن او حافظی څخه ونه وزي .
خدای بخښلی زرملوال پوهیدی چي د ژوند سفر یی اخري تم ځای ته نږدی سوی دی خو د جداو جهد غښتلی ځوان پاته وو ، استاد په دی پوهیدی چي سالنډی یی مطالعی او تحقیق ته نه پریږدي خو لوړ همت او قوي عزم یی پر سالنډی لوړ وو ، نه یی د مطالعی څخه نه یی له ملي مبارزې څخه او نه یی هم د تحقیق څخه راګرځولای سو .
دغښتلی او ایمانداره استاد سره مي بیا بیا ولیدل او د هغوی له ګرم احساس څخه مي بیا د پانیپت په شانداره غونډه کي چي د درانه پښتون او پیاوړي ژورنالست میرویس افغان په هڅو ، لندن کي جوړه سوی وه ، خوند واخیست . استاد مي په نورو رسمي او شخصي مجالسو او غونډو کي ډیر ډیر لیدلی خو اوس افسوس راته دریږي چي کوم داسي کار او یا بوختیا د استاد له مجلسه د ده په ژوند کي بی برخي کړم ؟
الله دي درانه پښتون انسان زرملوال صیب ته فرذوس جنت نصیب کړي . امین