کور / تازه خبرونه / هلمند : وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند : وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند كې د عملياتوپه ترڅ كې د وسله والو دوه قوماندانان اواوه تنه د دوى ملگري وژل شوي دي
ياد شوي عمليات د يكشنبې په ورځ د سهارپه اتوبجود نهرسراج ولسوالى د سره ښاخ اوپساوپه سيموكې د پوليسود لومړي كنډك لخوا ترسره اود مازديگردرڅلوربجوپورې يې دوام درلود چې په پايله كې يې د يوه قوماندان په گډون اته وسله وال وژل شوي اوشپږنوريې ټپيان شوي دي.
په دې عملياتو کي د وسله والو يومركزپه بشپړډول ويجاړشوى،۳۵ كړى ماينونه ئې د پوليسو له لوري له منځه وړل سوي او يوشمېر وسلې ئې د پوليسو لا سته ورغلي
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.