په ژړۍ ولسوالۍ کي يو ښوونځی جوړ او ګټي اخيستني ته چمتو سو
د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د سنځري کلي د شاه اغا دوراهي ته څېرمه يو منځنی ښوونځی د ټولو تجهزاتو په لرلو د امريکا د پوځ په مالي مرسته جوړ او ګټي اخيستني ته چمتو سو.
ياد ښوونځی د امريکا د پوځ په مالي مرسته د يوه کال په اوږدو کي د يوه سيمه ييز ساختماني شرکت له خوا په پاخه او اساسي ډول جوړ سوی چي شپږ ټولګي، يوه اداره، ٣ تشنابونه، د احاطې دېوال او نور ټول لازم توکي لري .
نوموړی ښوونځی د يادې سيمي د اوسېدونکو په ځانګړې غوښتنه جوړ سوی چي تر رسمي پرانيستنې وړاندې پکي ګڼ شمېر زده کوونکو ته درس ورکول کېده او اوسمهال تر درې سوه زيات زده کوونکي لري.
نوموړې سيمه که څه هم يوه ليرې پرته سيمه ده، خو اوسېدونکي يې د زدکړې او پوهې په ارزښت پوه او هڅه کوي په خپلو اولادونو تعليم او زدکړه وکړي.