کور / تازه خبرونه / زابل ښاروالي: عواید موزیات سوي دي

زابل ښاروالي: عواید موزیات سوي دي

دزابل دښاروالۍ چارواکی خبرورکوی چی دتیرکال په برتله یی رمپپ پروګرام په مرسته دجواز دویشلو دپروسی څخه په عوایدو کی اویاسلنه زياتوالې راغلۍ دي.
دقلات ښاروالۍ دعوایدو مدیرعبدالهادی سلیمان خیل وایی چی داکال یی دښار څه باندی ۱۶۰۰ دوکاندارانو ته جوازونه ورکړی او دښاریانو څخه درمپپ په مرسته دپام وړعواید راټول کړی دي چی دده پروینا دتیرکال په پرتله یی
دښاریانو مرسته هم دستایلووړده.

ښاغلی سلیمان خیل همداراز وایی لمړۍ یی جوازونه په ای ایف ایم ایس سیسټم کی ثبت کړی او دهغه وروسته درمپپ پروګرام په مرسته دای ایف ایم ایس سیسټم څخه راایستلی او بیا دیومنظم پلان لمخی وویشل.
پرهمدی مهال یوشمیردوکانداران دیادی پروسی څخه خوښ بریښی او وایی چی داکال ښاروالۍ ورته کمپیټری جوازونه ورکړی او شفافه پروسه وي.
دوی وایی که دولت اونړیوالی موسیسی په ګډه سره دارنګه کمپیوټری پروسی پرمخ بوزی نوداداری فساد مخنیوۍ به ونیول سی.

په زابل کی ښاروالۍ دعوایدو دزیاتوالی څخه پداسی حال کی خبرورکوی چی پدی وروستیو کی ښاروالۍ په ښار ګڼ شمیر پروژی پلی کړی او ښاریان دپخوا په پرتله خوښ بريښي.