کابل د کابل ښار د دهمزنګ په سيمه کې د ترافيکو پر عمومي رياست ډله ييز بريد شوى دى.
د کابل د امنيه قوماندانۍ مرستيال داوود اميني د سلواغې په ٢مه لراوبرته وويل، چې يوه ډله ځانمرګي بريد کوونکي نن سهار وخته شپږ بجې د ترافيکو پر رياست بريد وکړ.
هغه زياته کړه، چې تر څو شېبو ډزو وروسته يوه بريد کوونکي ځان ته چاودنه ورکړې او بل يې د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوى دى.
يوې بلې امنيتي سرچينې لراوبر ته وويل، چې يو بريد کوونکي د رياست ودانۍ ته ننوتلى او له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دى.
د دې سرچينې د معلوماتو له مخې، د بريد کوونکو شمېر تر درېيو زيات دى. په کابل کې د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ د جنايي څېړنو رييس مل پاسوال محمدظاهر د پېښې په ځاى کې لراوبر ته وويل، چې تر اوسه په دې پېښه کې د يوه ترافيک په ګډون شپږ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وينا، په ټپيانو کې امنيتي سرتېري او ملکي وګړي شامل دي.
د د همزنګ سيمې يوه اوسېدونکي محمد عرفان لراوبرته وويل، چې نن سهار وخته يې د ډزو غږونه واورېدل.
د هغه په وينا، تر نيم ساعت وروسته درنه چاودنه شوه او کور يې ولړزاوه.
د سيمې يوه بل اوسېدونکي رحمت الله لراوبرته وويل، چې تر اوسه د پنځو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې وروستۍ چاودنه د ترافيکو رياست په خوا کې د سرحدي پوليسو د قطعې لوېديځه برخه کې د قرول مخې ته شوې، چې ډېره زوروره وه او غږ يې تر لس کيلومتره لرې ساحو پورې اورېدل شوى دى.
د ترافيکو رياست په يوه برخه کې اور لګېدلى دى.
سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې، د چټک غبرګون او ځانګړي افغان ځواکونه له بريد کوونکو سره په جګړه بوخت دي.
وسلوالو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يو ټيلېفوني پيغام کې ادعا کړې چې ګڼ شمېر ځانمرګي بريد کوونکي چې پر واسکټونو او درنو وسلو سمبال دي، د دهمزنګ په سيمه کې يوې دنګۍ ودانۍ ته ننوتلي او په سيمه کې پر هغو ودانيو بريدونه کوي، چې په کې افغان او بهرني سرتېري مېشت دي.
هغه زياته کړه چې ددوى موخه د ترافيکو رياست نه ، بلکې له دې ودانۍ څخه پر نږدې نورو ودانيو بريد کول دي.
نوموړي د ګڼ شمېر مرګ ژوبلې ادعا هم وکړه.
د يادونې ده، چې د ترافيکو لوى رياست ته څېرمه د سرحدي پوليسو قومانداني هم شتون لري.
تېره اونۍ د کابل ښار د صدارت په څلورلارې کې د ملي امنيت پر يوه رياست هم ډله ييز بريد شوى و.