کور / تازه خبرونه / ليکوال او ژورناليست غلام محمدزرملوال مړ سو

ليکوال او ژورناليست غلام محمدزرملوال مړ سو

افغان ليکوال او ژورناليست غلام محمدزرملوال برايي شپه (د جنوري نونسمه) په لندن کي د ورپېښي ناروغۍ له کبله وفات سوى دئ.
د نوموړي کورنۍ بي بي سي پښتو څانګي ته ويلي چي جسد به يې د ښخېدو دپاره افغانستان ته انتقال کړي.

ارواښاد غلام محمدزرملوال څو کاله د بي بي سي په پښتو څانګه کي د وياند، ژباړن او څارونکي په توګه کار کړى دئ، ډېري مقالې او آثار يې ليکلي او ترجمه کړي دي.
نوموړي څو کاله دمخه د پېريانو جګړې په نوم د افغانستان په باب يو مشهور او خورا ګټور اثر وژباړه. د بنګله دېش بې ستري او افغانستان تر وروستي افغانه يې دوه نور مهم آثار دي.

ارواښاد زرملوال د لراوبر پښتنو د يووالي دپاره ډېري هڅي کولې، د ډيورنډ کرښي په باب يې هم تحقيقي مقالې ليکلي وې.
د نوموړي له ليکنو او ويناوو څخه ښکارېدل چي د معاصر افغانستان د مؤسس اعليحضرت احمدشاه بابا له افکارو او سياست څخه ډېر متاثر وو.

يادونه:
لراوبر ويبپاڼه د خپلو همکارانو په استازيتوب د ارواښاد غلام محمدزرملوال کورنۍ ته تسليت وايي او نوموړي ته د خداى (ج) له دربار څخه جنت غواړي.