اې د غوايي اتمې ورځې ته ووايه چې ودې نمانځم او كه ودې غندمه؟؟!!
ځكه چې تاته مې ډيرې هيلې له ځانه سره ساتلې وې
ما فكر كاوه چې ته راشې زما تياره ماښام به په روڼ سهار واوړي
زما ماشوم لا د پلار په وير ساندې وهلې
خو تا يې مو ر هم ور ځينې واخيستله
ستاپه پرو نۍ پاڼه كې زما د ملت د وركيدو خبرې كيدې
ملت ټپي ټپي راووت خو ستا زړه بيا هم پرې ونه سوځيده په ټو ټو دې وويشه
ولې دومره بې انصافه وې !
ته مې په غيږ كې a هم ونه ساته
د خپلې مور دښمنان دې بيا راوبلل
تاته وايم ريښتيا به وايې !!!!
ستا مبارزه په حقه وه او كه ستا بيرته په شا تګ
بيا دې هم د كرملين دروازې وروټكولې تر څو خپلې پښې ټينګې كړې
پرون دې كلي او بانډې ورانول خو نن دې ښارونه هم وسوځول
ولې دومره بې انصافه يې !
ايا ته نه شرميدې چې ستا ميندې او خويندې بې پته كيدې ؟؟؟!!
تاته يې څه ! ځكه چې ستا خو قدرت پكار ؤ
او س دې سر په ګريوان كړه چې ودې نماځم ، ودې غندمه او كه قضاوت ….. ته پريږدم .
عکسونه او لنډ يادښت د لراوبر ويبپاڼي له خوا د ثور د مياشتي د اتمي په مناسبت ورزيات شوي دي:
۱۹۹۵ خپل منځيو جګړو دکابل پوهنتون د کتابتون په ګډون په ټول هيواد کي هر څه ګډوډ کړل
د روسانو له خوا تر اېښوول شويو ماينونو تر څنګ د تنظيمي جګړو پر مهال هم هري ډلي خپلو مخالفينو ته په اېښودل شويو ماينونو په په لسګونو زره افغانان شهيدان او معيوب کړل
۱۹۹۴ اوس هغه ماشه د ورور پر لور کشېږې !!!