کور / شعر / سوله موارمان

سوله موارمان


اې دکائينا تو ستر واکد ار ربه
ا ې د قد رتونو صلا ح کا ر ر به
ختم د ا نفاق کړه ولسونوکې
ور کړه ديوسولې اقتدارربه
****
څوپورې قتلونه او مرګونه وي؟
څوپورې ماتم اوداويرونه وي؟
څوپورې غضب اوستاقهرونه وي
څو پورې ناڅاپه ماتمونه وي؟
****
څو پورې به ميندۍخپل زلمي ښخ کړي
خپل  د زړه  ټو ټې او ګلالي ښخ کړي
تړمې  تړمې توې کړ ل زيارتو نو کې
څو پورې به پيغلې خپل زړګي ښخ کړي
****
بس ده قهر نوره مو توبې واخله
دا د غم ماتم  ترخه شيبې واخله
ډيرډيرماتمونه کوربنۍ شولې
د ا د ماتمونو سلسلې وا خله
****
نورموږ په خپل ژوندکې ساه نيولي يو
ستا دغه ويرجن لحظونه ستړي يو
بيا مونږ ته زمونږ د ژوند معنا راکړه
دغه  بدر نګو نو ته ښکلا ر اکړه
****
سوله موده ژوندسوله ايمان غواړو
سوله کې ازادژوند دافغان غواړو
سوله  مو جهان  د اوو لسونو د ی
سوله دحفيظ د زړ ه ارما ن غواړو