د افغانستان بانک د عمومي مرستيال په مشرۍ د ټاکل سوي پلاوي په وړاندي نن دوشنبه له کاره لوېدلي او زړې سوي ٣٨٣ ميليونه افغانۍ مندرس( وسوځول) سوې.
دغه افغاني بانک نوټونه د ډېر استعمال او ځينو نورو لاملونو له خاطره يا خو هم له کاره لوېدلې ول او يا بيخي زاړه سوي ول چي د تېرو اتو کلونو په اوږدو کي سره راجمع سوې ول او وسوځول سول.
ياده اندازه افغاني ددوشنبي په ورځ دکندهار دافغانستان بانک په رياست کښي د پلازميني کابل څخه د دولس کسيز پلاوي له لوري چي داړونده ارګانونو استازي پکښي ګډون لري په داسي حال کښي وسوځول سوي چي دکندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال هم حاضر و.
دافغانستان بانک دوهم مرستيال محمد عيسي تراب درسنيو سره دخبرو پرمهال وويل چي نوموړی افغاني بانک نوټونه ٥،۳۸۳ ميلونه افغاني وي چي زړي او نور دچلاو نه و ي دنوموړي په خبره چي په يادو بانک نوټونو کښي سل ګون پنځوس ګون شل ګون لس ګون اوپنځګون افغاني بانګ نوټونه شامل وه .
ښاغلي تراب همداراز دکندهار پر ټولو اوسيدونکو ږغ وکړ تر څو په ورځينو چارو کښي راکړه ورکړه په افغانيو باندي وکړي او دافغاني باني بانګ نوټونو په حفاظت او ساتنه کښي هم دپوره توجه څخه کار واخلي او په معقول ډول يي استعمال کړي .
دنوموړي په وينا چي اوس هم افغاني دسيمي دنورو هيوادونو په پرتله خپل ارزښت ساتلي او که زموږ هيواد وال همداشان دبهرنيو پيسو پرځاي په افغانيو راکړه ور کړه وکړي نو نور به هم افغاني سيکه ښه ارزښت تر لاسه کړي .
دغه راز دولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال هم په کندهار کښي دبهرنيو پيسو استعمال يوه ستونزه ياده کړه خو په وينايي چي دکندهار ولايت اداره ژمنه ده تر څو دافغاني بانک نوټونو په ښه تر ه ترويج او مرجولو کښي په پوره توګه کار وکړي.
هغه وويل چي همدا اوس هم پر دي کار کوي او تر ډيره په کندهار کښي دبهرنيو اثارو پر ځاي په افغانيو پيسو راکړه ور کړه کيږي . دياد وني وړ ده چي نوموړي افغاني بانک نوتونه په لومړي ځل په ١٣٨١ لمريز کال کښي دافغانستان بانک له لوري چاپ او بازار ته وړاندي سول چي دنوموړي بانک دمسئولينو په خبره نوي بانک نوټونو ددريو کلونو لپاره داستعمال وړ او پسله ټاکل سوي مودي څخه راټول او سوځول کيږي .