زموږ ځوانان په داسې يوه ټولنه کې ژوند کوي ،چې هلته ډېرکم د برياليتوب چانس ليدل کيږي چې د دې چانس په ترلاسه کولو سره دوى نه شي کولاي خپلې غوښتنې پوره کړي.
د دې لپاره چې زموږ ځوانان خپل ځانونه لوړو اهدافو ته ورسوي نو د هغې لپاره يو سلسله کارونو او حوصلې ته اړتيا ليدل کېږي اودې سره په څنګ کې بايد ټول ځوانان خپل قوي هوډ له لاسه ورنه کړي ترڅو ټول ځوانان وکولى شي په خپل وخت خپل هدف تر لاسه کړي اودابايدوايو چې په اوس وخت کې دځوانانو دپرمختګ لپاره يو څه چانس برابر شوي دي ځکه دهېواد په بېلا بيلو ولايتونوکې دزده کړو ځايونه برابر شوي دي اوټول ځوانان بايد له دې چانس څخه ساليمه ګټه پورته کړي او دې سره په څنګ د يو شمير موسسو او ټولنو له خوا په مرکز کابل او دهېواد په ولايتونو کې ډېر اغيزمن ورکشاپونه پر لاره اچول کيږي اوپه بېلا بيلو برخو کې دځوانانو ته زده کړې ورکول کيږي نو ټولو ځوانانو ته په کا رده چې په ډول ورکشاپونو کې هم ګډون وکړي او په مدياتو پسې لاړنه شي او يواځې دځان لپاره هدف زده کړې وګرځوي تر څو نور مو په هېواد کې دزده کړو ټيټ ګراف لوړ شي ځکه په اوس وخت کې هم زموږ په ټولنه کې اکثره وګړي له زده کړو نامحروم پاتې شوي دي اوپه اوس وخت کې زموږ دټولنې زياتر ه ځوانان په نورو هېوادونو کې په درندو کارونو بوخت دي اوله ډول ډول ستونزو ډک ژوند په نورو هېوا دونو کې په مسافرۍ کې تيره وي .
خوبايد نوردې تير څخه غبرت واخلو اويوازې دځانونو لپاره هدف زده کړې وګرځو.
او بل داچې زموږ دټولنې وړ نسل ته بايد له موږه يوڅه پاتې شي تر څو دوى هم وکولى شي زموږ له کړنو اوتجربو څخه يوڅه زده کړي چې له يوې خو ابه زموږپه دې ټولنه کې نوم ژوندۍ پاتې وي اوبل لورته به مو خپل راتلونکي نسل ته يوڅه معنوي پانګه پرې ايښي وي نودا ټولې کړنې بايد لومړي په خپل ځان او بيا په نورو ملګرو باندې عملي کړي.
په دې مانا چې يوځوان بايد په لومړي سرکې خپلو زده کړو ته پوره پوره پاملرنه وکړي چې له دې لارې دغه ځوان کولاى شي راتلونکي ژوند او برخليک د خپل ځان لپاره وټاکي ځکه زده کړه د برياليتوب او کاميابې هغه لاره ده چې لومړي خو به دې په خپله ټولنه کې د ځان لپاره تکړه او د کار وړ ملګري پيدا کړي چې دغه ملګري بيا په ټول ژوند کې دي يوازې نه پريږدي چې د ژوند له ستونزو سره لاس او ګريوان شي.
بله دا هغه ځوانان چې د زده کړې له کاروان نه وروسته پاتي او يا هم د زده کړې چانس دوى له لاسه ورکړي او پدې عمر کې نه شي کولاى چې زده کړو ته مخه کړي نو دوى کولاى شي چې د ځان لپاره د کار او کسب يوه ښه او غوره لاره دخپلو ملګرو په نيکې مشورې سره وټاکي چې له يوې خوا به د دې ځوان ژوند په خوشحالې او برياليتوب سره تيريږي او له بلې خوا به يې هره ورځ اقتصاد د پياوړتيا په لور چټک ګامونه اخلي اودريم دا چې موږ به له هر ډول نيشه يي موادوڅخه هم ځانونه ليرې ساتلې وي .
که موږځوانان کار ونکړو او خپل وخت په بې ځايه خوشې خبرو تير کړو فکر نه کوم چې دا کارونه به په راتلونکي کې ښه پايله ولري ژوند به مو نور هم د پرمختګ نه بلکې د شاتګ په لور ګامونه واخلي اودې سره په څنګ کې به دټولنې دنورو وګړو ژوند هم زموږ او ستاسو دکړنو په اساس له ګڼو ستونزو سره مخ شي .