کور / تازه خبرونه / کندهار والي د پوهنتون له ښوونکو سره وکتل

کندهار والي د پوهنتون له ښوونکو سره وکتل

کندهار افغانستان- کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن ماځيګر د کندهار پوهنتون د رئيس او معاون په ګډون ددې پوهنتون د پوهنځيو له رئيسانو او استادانو سره وکتل.
هغه په دې ليدنه کي د استادانو او رئيس سره د هغه محصل په اړه چي د طب پوهنځۍ رئيس يې ګواښلى او په زوره يې ورڅخه په ازموينه کي د ګډون هيله کړې خبري وکړې او دغه عمل يې په سختو ټکو کي وغندى.
کندهار والي د حميد الله په نوم د طب پوهنځۍ د دوهم کال د هغه ناکام محصل سپک او غير اکاډيميک چلند چي پر اساس يې د پوهنځۍ رئيس د توپنچې په وسيله ګواښل سوى او ورڅخه په امتحان کي د ګډون هيله سوې محکوم کړ او له هر ډول ښوونيزو او مسلکي کړنو څخه يې ليري وباله.
ښاغلي ويسا وويل چي پوهنتون د زدکړو او علم تر لاسه کولو لپاره يو با ارزښته مرکز دى او هيڅ څوک په هيڅ صورت ددې حقدار نه دى چي پروفيسران او استادان وګواښي او تر ناکامۍ او محرومېدو وروسته هم د زور او زر په وسيله ځان ته په امتحان کي شموليت يقيني کړي.
هغه زياته کړه چي يوازي ښه استعداد او د ښوونيز کال په بهير کي د محصل کوښښونه او زيار کولاى سي هغه ته موقع ورکړي چي ښه نومرې تر لاسه کړي او په راتلونکو سمسټرونو کي هم د زدکړو لپاره د پاتي کېدو چانس تر لاسه کړي.
نوموړي د پوهنتون مسؤلينو ته ډاډ ورکړى چي ياد سوي محصل ته به د خپل عمل سره سمه سزا ورکول سوي او په غونډه کي حاضرو امنيتي ارګانونو ته يې وظيفه وسپارله چي د کشفي ارګانونو سره په ګډه دغه موضع په جدي توګه وڅېړې.
کندهار والي د طب پوهنځۍ او د پوهنتون د علمي شورا د هغي پريکړي هر کلى وکړ چي نور بايد د افغانستان په يوه پوهنتون کي نوموړي کس ته د زده کړو د تر سره کولو اجازه ور نه کړل سي او په تور لست کي شامل سي .
والي ويسا د مسئولينو وغوښتل چي نور خپل اعتصاب ته د پاى ټکى کښيږدي او د نورو محصيلينو حق تر پښو لاندي نه کړي ځکه دا مهال په پوهنتون کي د روان تعلمي کال د لومړي سمستر وروستى ازمويني شروع دي وروسته د طب پوهنځۍ استاد او ددي پوهځي رئيس چي د حميد الله نامي محصل د لوري د اسلحي د ګواښ سره مخ سوى وو د نورو تر څنګ د موضوع اړوند کندهار والي او ورسره پلاوي ته يي معلومات ورکړل هغه وويل زموږ دنده يوه سپيڅلي او ناپيلي مسلک دى چي ددي پاکي خاوري اولادونه په ملي سطحه بيله کومه توپيري چلند څخه روزو او د هيچا سره هيڅ يو کوم ډول خود غرضي سلوک نه لري او نه د چا د حق طلبي کوي ، مګر د زور په وړاندي خپل مقاومت په ډاګه کوو.
د غونډي په وروستيو کي د کندهار پوهنتون مشرتابه او د علمي شورا غړو د کندهار والي غوښتني ومنلي او وويل چي موږ به په شپه او وروځ دد زوريدلي وطن د بيچاره اولادو په علمي ګاڼه د سمباليدو کوښښونه کوو.
پاته دي نه وي چي کندهار والي او ورسره ملګري پلاوي يي د پوهنتون څخه د ليدني په ترڅ کي هلته د يو شمير رغنيزو پروژو د کار څخه هم ليدنه تر سره کړل