کور / تازه خبرونه / د اداري فساد د له منځه وړلو له پاره پر اولسمشر کرزي د امریکا فشار

د اداري فساد د له منځه وړلو له پاره پر اولسمشر کرزي د امریکا فشار

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې امریکا ته د جمهور رییس حامد کرزي په سفر او د سولې د پروسې په اړه بیلابیل مطالب خپاره کړي دي.

خدمتګار ورځپاڼې په روانه اونۍ کې امریکا ته د جمهور رییس سفر برخلیک ټاکوونکی بللی دی.

ورځپاڼې لیکلي جمهور رییس به په دې سفر کې هڅه وکړي، له خپل هیواد سره د امریکا مرستې مشخصې، ترتیب او وخت یې په ګوته کړي.

خدمتګار لیکلي امریکا به په جمهور رییس فشار راولي؛ چې خپل حکومت اصلاح کړي او د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي.

ملي باور ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې کیدو په اړه یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې راغلي، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان په افغانستان کې له شپږو تر شلو زرو عسکرو د پاتې کیدو وړاندیز کړی دی.

ملي باور لیکلي، چې ټاکل شوې امریکا ته په سفر کې له ښاغلي حامد کرزي سره هم په افغانستان د پاتې کیدوونکو امریکايي عسکرو په اړه امریکايي چارواکي خبرې وکړي.

محور ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي، د طالبانو پر سر پاکستان او فرانسه یوه جوړ جاړي ته رسیدلي دي.

د مطلب په یوې برخې کې راغلي، اسلام اباد او پاریس د طالبانو او پخوانۍ شمالي ټلوالې ترمنځ د یوه ایتلاف د رامنځ ته کیدو هڅې کوي؛ چې حزب اسلامي به یې دریم اړخ وي.

د لیکوال په باور په پاریس کې د طالبانو او شمالي ټلوالې په ګډون د بیلابیلو اړخونو تیره غونډه د همدغو هلو ځلو یوه برخه ده.

محور په یوه بل مطلب کې د سولې د روانو هڅو په اړه د افغانستان د سولې د عالي شورا د یوه غړي قاضي امین وقاد خبرې راخیستي.

په مطلب کې د نوموړي له قوله راغلي، که وسله وال طالبان د سولې خبرو ته غاړه کیږدي؛ افغان حکومت په خپل دریځ کې انعطاف راوستلی شي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی، “د زندانیانو خلاصون د سولې که د جګړې لپاره؟”

ورځپانې لیکلي، افغان چارواکي وايي، په دې وروستیو کې یې له بګرام زندان څخه شاوخوا دوه سوو پنځوس زندانیان د سولې له پروسې سره د مرستې په نیت ازاد کړي دي.

خو د سرمقالې لیکوال کښلي، داسې تضمین نشته چې دغه کسان به ریښتا هم له سولې سره مرسته وکړي، ځکه ځینې یې بیرته د جګړو له لیکو سره یو ځای کیږي.

دي افغانستان اکسپرس ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې لیکلي؛ چې د بګرام او د څرخي پله له زندانونو څخه شاوخوا اتیا کسان خوشې شول.

دي افغانستان اکسپریس په یوه بل مطلب کې لیکلي چې امریکا ته د جمهور رییس کرزي له سفر نه مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې په تلیفون له خپل قطري سیال سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

قطر له وسله والو طالبانو سره د سولې په پروسه کې یو مهم هیواد ګرځیدلی دی چیرته چې طالبانو ته د یوه دفتر د پرانستلو او د مذاکراتو د پیلییدو لپاره خبرې روانې دي.