کور / هراړخیز / د ماشوم روزنې له پلوه د کورنۍ ډولونه

د ماشوم روزنې له پلوه د کورنۍ ډولونه


 


د ماشوم روزنې د اصولو او حتا ويلای شو، چې په ټوليز ډول زموږ په ټولنه کې همدا ډول کورنۍ شتون لري، ما د خپلو تجربو له مخې د کورنيو وېش کړی دی کېدای شي تولنپوهان یې بل ډول ووېشي، خو زموږ ټولنه په ځانګړې توګه د اولاد روزنې په برخه کې همداسې کورنۍ شته دي. د ماشوم روزنې له پلوه او يا هم په ټوليز ډول د کورني سيسټم کولای شو په څلورو ډولونو ووېشو.چې په هر ډول به یې په خپل وار سره لږه رڼا واچوو:


 


الف – تېزه او سخت ګيره کورنۍ (مستبد او سخت ګيره مور او پلار)


 ب –    بلا پسې کورنۍ  يا بې پروا مور او پلار


 ج –   خپه او يا هم ځورېدونکې کورنۍ    


 د  –   سالمه کورنۍ


 


الف  – تېزه او سخت ګيره کورنۍ


د دې کورنۍ ټول واک د مور او پلار په لاس کې وي او هغوی خپلې خبرې په ماشومانو يانې د کورنۍ په اولادونو ترسره کوي، دې ته نه ګوري، چې آيا ماشومان يې ورسره همغږي دي او کنه؟ آيا دا کارونه سم دي او کنه، پايلې يې څه دي؟ منطقي فکر نه کوي بلکې د خپل زور زياتي لامله خپل اولادونه اړ باسي، چې د دوی فرمايشونه پرځای کړي. موږ کولای شو، په لاندينيو کرښو کې د دې کورنۍ ځانګړنې واضح کړو، چې کومې ښې ګڼې او کومې بدګڼې لري:


۱- مور او پلار له خپلو ماشومانو سره هغه ډول رفتار يا کړنې ترسره کوي، لکه څنګه چې يې د دوی مور او پلار ورسره  کړې وی.


۲- د کورنۍ پرېکړې د مور او پلار څخه د يوه تن لخوا او ډېری وخت د پلار لخوا نيول کېږي. معمولاً پلار د کورنۍ په کړنو او عملونو او يا هم د خپلو اولادونو پر کړنو او نظرونو حاکم وي او د کورنۍ هېڅ غړی خپل نظر نه شي څرګندولی.


۳- مور او پلار داسې کړنې ترسره کوي او يا هم له دوی سره داسې برخورد کوي، چې ماشومان خپل نظرونه له ځان سره وساتي او د خپلو نظرونو د څرګندولو حق ونه لري، حتا په داسې حالتونو کې چې کېدای شي د کورنۍ د ستونزو د حل لامل هم شي، خو بيا هم د دې حق نه لري، چې خپل نظر شريک کړي.


۴- که اولادونه د خپل مور او پلار له امره سرغړونه وکړي، مور او پلار يې ناآرامه کېږي او په غضب کېږي.


ماشومان د دې جرآت نه کوي، چې له خپل مور او پلار څخه د خپلو کارونو د ترسره کولو او يا نه ترسره کولو په باره کې وپوښتي او دا حق ورته د مور او پلار لخوا نه ورکول کېږي.


۵- مور او پلار د خپلو ماشومانو کړنې تر سختې څارنې او کنټرول لاندې نیسي او د دوی د ژوندانه ټولې پرېکړې په خپله نيسي.


۶- مور او پلار د خپلو امرونو د منلو لپاره ورته دليلونه نه وړاندې کوي او له خپلو ماشومانو غواړي، چې پرته له اښتنې پوښتنې د هغوی امرونه پر ځای کړي.


 ۷- د نظم او ډسپلين د مراعتولو په برخه کې دا مور او پلار له ډېرښت (افراط) څخه کار اخلي او مور او پلار د خپلو ماشومانو د هېڅ ډول بې نظمي هم نه زغمي.


 ۸- د خپلو ماشومانو خبرې نه اوري او که خبرې يې واوري هم، خو دوی ورسره مخالفت ښکاروي.


 ۹- په داسې حال کې، چې کله خپلو ماشومانو ته نصيحتونه کوي او هغوی د يوه کار د ترسره کولو څخه منع کوي، خو ورسره د منع کېدو لپاره دلايل نه وړاندې کوي او وچ په وچه يې د نه ترسره کولو امر کوي.


 ۱۰- د خپلو ماشومانو پرېکړو ته، که هغه پرېکړې معقولې او سمې هم وي، احترام نه کوي او دوی ته د منلو وړ نه دي.


۱۱-  په دې باوري دي، چې د دوی پوهه او تجربه له خپلو ماشومانو زښته ډېر دي او له همدې امله د خپلو ماشومانو په ټولو حتا د هغوی په ځينو خاصو کارونو کې هم د مداخلې حق ځانته ورکوي.


 ۱۲- له خپلو ماشومانو سره يې کړنې صميمانه نه دي او حتا د نورو په مخ کې د خپلو ماشومانو د رټلو څخه هم درېغ نه کوي. 


۱۳- –  د ماشومانو عاطفي اړتياوې نه ارضاء کېږي.


۱۴ – کېدای شي، چې په کورنۍ کې کمزورې مور او پلار له خپلو ماشومانو سره ايتلاف وکړي


۱۵-  داسې ماشومان په آسانۍ سره د بهرنيو ډلو سره په آسانۍ يو ځاي کېږي او د هغوی له خوا جذبېږي، چې کېدای شي د ستونزو لامل هم شي.


۱۶ – ډېری داسې مور او پلار ښایي د خپل هغه غرور لامله چې لري یې خپل ماشومان تر فشار لاندې ونيسي او له هغوی څخه ډېرې هيلې او غوښتنې ولري او د همدې غوښتنو د پوره کولو لپآره هغوی باندې فشار راوړي او دا فشار کېدای شي تر ځورونې پورې هم وي.


۱۷ – د دروغ ويلو او ريا کارۍ او ځانښودنې کارونه د دې ډول کورنيو په ماشومانو کې د وېرې او رټنې لامله ډېرېږي.


۱۸ – داسې ماشومان، چې تل یې خوښې او غوښتنې تر پښو لاندې شوي او حتا د خپلو خوښو په غوښتنو کې رټل او غندل شوي هم دي او همدا ډول یې د ژوند په ټولو چارو کې بل چا پرېکړې کړي دي، نو د همدې لامله به په خپل راتلونکي ژوند کې نوښتګر نه اوسي او پڅ به وي، کېدای شي، چې په ځينو موردونو کې يې د مور او پلار له فشار هغه هم د زده کړې په برخه کې څه ناڅه ښه والی هم ترلاسه کړی وي، خو د خلاقيت مهم ځواک به يې پڅ وي.


 ۱۹ – ډار، خپګان، وسواس، نهيلي او ډېری نورې اروايي ناروغۍ به د دې ډول کورنيو له ماشومانو سره ملې وي.


۲۰ – ډېری وخت سختګيره مور او پلار ځان منطقي هم احساسوي او داسې فکر کوي، چې دوی منطقي خبرې او کړنې کوي او د خپل هر کار لپاره دليلونه لټوي، خو ماشومان يې له ډاره د دوی امرونه پر ځای کوي، نه دا چې هغوی منطقاً د دوی امرونو ته غاړه ږدي.


 


ب )‌  آسانه کورنۍ  (بې پروا يا بلا پسې کورنۍ)


په تېر کې مو سخت ګيره کورنۍ درمعرفي کړه اوس به بې پروا يا بلاپسې کورنۍ در وپېژنو، چې دا کورنۍ کومې ستونزې او کومې ښېګڼې لري، خو تر ډېره بريد یې ستونزې ډېرې وي.


 


۱- د دې کورنۍ مور او پلار د خپلو اړتياوو پوره کولو پسې دي، هغوی خپلې هلې ځلې د خپل ځان د خوښې  لپاره ترسره کوي.


۲-  د ماشوم د روزنې د اصولو سره سم د هغوی د جسمي او اروايي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې کار نه کوي، هغه  ځکه چې بې پروا يا بلا پسې دي. د خپل ماشوم د غلي کولو لپاره هرڅه چې د دوی ماشومان غواړي هغه ورکوي او ورته يې ترسره کوي، له دې کار سره دوی خپل اولادونه ډېر هيله مند او له توقع ډک روزي.


 ۳-  د خپلو ماشومانو په روزنه کې د رويې، فلسفې او يا کوم بلې  کړنلارې څخه ګټنه نه کوي، ځکه چې دوی ته د خپلو ماشومانو د روزنې موخې او هيلې معلومې نه دي او د همدې لامله يې د روزنې په برخه کې ډېر پام نه کوي.


۴-  پر خپلو ماشومانو هېڅ ډول کنټرول او څار نه کوي او هغوی بېخي په بشپړه توګه آزاده پرېږدي، لکه څنګه چې دوی غواړي هماغسې ژوند وکړي او د خپل ژوندانه لپاره خپله خپل سبک او لار وټاکي.


۵-  له خپلو ماشومانو هېڅ ډول هيلې نه لري او له همدې لارې د دوی ماشومان همدا زده کوي، چې د دوی مور او پلار له دوی څخه هېڅ هيله نه لري او بايد ویې نه لري.


۶-  د خپلو ماشومانو د کړنو په برخه کې، حتا په هغو برخو کې چې د دوی او نورو د ځورونې لامل هم کېږي څه خاصه پاملرنه نه کوي او په دې برخه کې بې پروايي خپلوي.


۷-  که ماشومان يې له کړنو سرغړونه وکړي؛ دوی نه ځورېږي او داسې عکس العمل کوي، چې ګواکې د مور او پلار له امرونو څخه د ماشومانو يا اولادونو سرغړونه يو ډول طبعي او عادي امر دی.


۸-  د ماشومانو په جزا ورکولو کې هم بې پروايي غوره کوي، که هغوی سم کار کوي، نه يې هڅوي او که ناسم کار کوي نه يې پوهوي.


۹-  د مور او پلار د کړنو ډولونه داسې دي، چې په خپلو ماشومانو کې لازم او وړ اعتماد یا باور نه رامنځ ته کوي.


۱۰-  د خپلو ماشومانو د تدريس او د آزموينې د پايلو په برخه کې هېڅ پاملرنه نه کوي او همدارنګه د خپلو ماشومانو د ښونځيو سره هم چندان لېوالتيا نه ښيي، چې ورشي او له ښوونکو څخه د خپلو ماشومانو په اړه وپوښتي.


۱۱-  هر هغه څه چې د ماشومانو يا اولادونو له خوا يې غوښتل کېږي ورته یې برابروي او په دې برخه کې هېڅ ډول خاصه صليقه نه کاروي.


۱۲-  د خپلو ماشومانو د خپلواکۍ په برخه کې هېڅ ډول کړنې نه ترسره کوي او که يې کوم اولاد ورپورې بېخي تړلی وي او خپلواکي ونه لري، نو دوی يې د خپلواکۍ په برخه کې هېڅ ډول عمل نه ترسره کوي او حتا په اړه يې فکر هم نه کوي.


۱۳- د خپلې کورنۍ په چاپېریال کې هېڅ ډول نظم او ترتيب نه مراعاتوي او له خپلو ماشومانو او يا اولادونو هم د دې تمه نه لري.


۱۴- خپل ماشومان په هر ډول آزاد پرېږدي او حتا په ځينو خاصو برخو کې چې دوی بايد د هغوی په چارو کې مداخله وکړي نه يې کوي.


۱۵-  دا ماشومان چې په خپل ژوند کې له خنډ او ستونزې سره نه دي مخ شوي او مور او پلار يې نه دي پرېښي چې خپلې ځينې ستونزې حل کړي، نو کله چې ټولنې ته وړاندې کېږي او د   تجربې د نه شتون لامله د ټولنو ستونزو ته ژر اېل کېږي او ژر ماتېږي.



خپه او  ځورېدونکې کورنۍ


 په تېر کې مو په بلا پسې کورنۍ خبرې کړې وې، دا ځل یې ځورېدونکې او خپه کورنۍ درته مخې ته ږدو، دا کورنۍ د خپل ماشوم په اړه تل ځورېږی او همدغه ځور به یې د اولاد په روزنه کې ستونزې راولاړوي.


په داسې کورنيو کې ماشومان يو ډول رواني حالت سره مخ وي، ځکه چې د دوی مور او پلار تل په خپل منځ کې کله خوشاله او کله خپه وي او دا حالت ماشومان ډېرځوروي، حتا هغوی د ذهني فشار سره مخ کېږي، چې راتلونکي ژوند کې ورته ستونزې جوړولای شي.


۱-  ځينې وخت له ماشومه قاضي جوړوي او کله هم بايد د يوې خوا قرباني يا ښکار شي.


۲- سره له دې چې د ماشوم اروايي او جسماني اړتياوې نه پوره کېږي، هغه په تدريجي ډول ستونزمن حالت خپلوي او يو ډول عقده يي او خشن يا جګړه ييز روزل کېږي. لکه هغه ماشومان چې بې له کومې خبرې نور ماشومان وهي او رټي.  


۳-  د دې ډول کورنيو هر غړی،  چې څومره ارزش او احترام ځانته لري هغه هېڅ هم نه دی، بايد ځانته ډېر ارزښت ورکړي.


۴-  د کورنۍ د غړو څېرې معمولاً غمګينې، خسته کنې، ستړې کوونکي او خپه وي.


۵-  د کورنۍ د غړو غوږونه د يو او بل د هیلو او غوښتنو د اورېدو لپآره کاڼه او درانه وي، د هغوی غږونه يا دومره لوړ وي، چې خشن او ستړي کوونکي وي او يا هم دومره په کرارۍ يا آرامۍ او يا هم ورو خبرې کوي، چې حتا د اورېدو وړ نه وي.


۶-  د دې کورنۍ د غړو ترمنځ صميميت او مينه لږه برېښي او په ډېرو برخو کې د يو او بل څخه بېخي بې خبره وي.


۷-  د کورنۍ د غړو ترمنځ ټوکې او ټکالې يو ډول ځورونکې او ستړې کوونکي وي.


۸-  د دې کورنيو مشران د امر او نهي يانې امر کولو او منع کولو باندې بوخت دي حتا د دې کورنۍ په وړو غړو هم، چې د هغوی مور او پلار کېدای شي په دې پوه نه شي، چې د دوی د ماشومانو شخصيتونه څه ځانګړنې لري.


۹-  د دې کورنۍ ډېری ماشومان د خپل مور او پلار د شتون څخه د يوه عاقل، بالغ، پوه او مينه ناک انسان په توګه بې برخي دي.


۱۰-  د دې کورنۍ مور او پلار د دې لپاره چې د يو او بل څخه لرې وي، په بهرنيو کارونو کې ځان دومره بوختوي، ځينې وخت داسې انګېرل کېږي، چې دوی یوازې بهرنيو کارونو ته پيدا شوي او بس.


۱۱- د دې کورنۍ غړي ځانونه يوازې او بې مرستندويه ګڼي او په دې باوري کېږي، چې د دوی بخت همداسې دی او د ژوند په چارو کې همداسې ستړيا تجربه کوي.  


۱۲-  د دې کورنۍ غړي معمولاً ځان ګنهګار، عصبي او ستړي احساسوي او ځينې وخت يې پرعکس ځان مظلوم احساسوي، چې د دغو کارونو د جبران لپاره ډېری وخت له نورو سره له کړکېچه ډک برخورد کوي.


۱۳-  د کورنۍ غړي معمولاً د ناکېدوني يا ناممکنه کارونو د ترسره کولو لپاره ډېرې هڅې کوي او هېڅ وخت فکر نه کوي، چې دا کارونه ځينو نورو ته ناممکنه دي.


۱۴-  د دې کورنۍ غړي ډېری وخت سخت دريځي خپلوي او له همدې امله په  خپل ځان او نورو باندې فشار راوړي.


۱۵-  د دې کورني هر غړی په خپلو کړنو او کارونو کې هېڅ منځنی ټکی نه لري، لکه دوی يا ښه لري او يا بد، یا ګټور لري او يا بېخي بې ګټې، نو هېڅ برابر حالت نه لري.


۱۶-  د دې کورنۍ  د غړو اړيکې له يو او بل سره ناسالمې او روغې نه دي او په دې اړه تل د خپلو احساساتو، غوښتنو او اړتياوو په برخه کې بې پروايي کوي.


۱۷-  د دې کورنۍ هر غړی د هرې موضوع په اړه بې مورده تعصب ښکاروي او دا ځانګړنه بيا د منطق، استدلال او نورو دلايلو مخنيوی کوي.


۱۸-  د دې کورنۍ غړي او په ځانګړې توګه ماشومان په خپلو منځونو کې د ناسالمې سيالۍ خوا ته دانګي او د بل يوه بريا ورته د اندېښنې او وېرې، رخې يا حسادت لامل کېږي.


۱۹-  د کورنۍ غړي تل له خپلو ستونزو څخه انکار کوي او همدغه د دې لامل کېږي، چې د دوی ستونزې هېڅ نه حل کېږي او دا ستونزې د دوی په ټولو کړنو کې په يوه نه يو ډول ځان ښکاروي.


۲۰-  د دې کورنۍ غړي د خپل ځان او نورو په اړه له ناسم قضاوت او پرېکړو څخه کار اخلي او د دوی له خوښوونکو کارونو څخه د يو او بل غيبت او بد ويل دي، چې په دې باندې دوی ډېر خوښېږي او يو ډول خوند  احساسوي.


۲۱-  د دې کورنۍ غړو ته  دروغ ويل عادي کېږي او هر يو غواړي چې په درواغو سره ځان له غندنې او رټنې وژغوري.


۲۲-  د دې کورنۍ غړي په ډېرې آسانۍ سره یو بل ته فحش او بد وايي او د يو او بل ترمنځ یې جسمي تاوتريخوالی هم رامنځ ته کېږي او هر غړی دا فکر کوي، چې بل غړی ناپوهه او بې ګټې دی، نو د هغه يا هغې د له منځه وړلو لپاره د هغوی سپکول او رټل ښه لار ده.


۲۳-  د دې کورنۍ غړي تل د يو او بل په اړه منفي دريځ لري، يانې کېدای شي مېرمنې يې نارينه وو ته بد ووايي چې ټولې ستونزې د دوی لامله دي او نارينه يې بیا ښځينه ملامتې کړي.


۲۴-  د دې کورنۍ ماشومانو د خپل مور او پلار د خوښې سره ژوند کوي او غواړي چې د مشرانو خوښي ترلاسه کړي که هغه د دوی د پېژند يا هويت د مسخه يا له منځه وړلو لامل هم کېږي او په خپلو خوښو او غوښتنو خاورې اړوي.


۲۵-  په کورنۍ کې له  ځان څخه د خوښۍ او يا ناخوښۍ  احساس ډېرېږي او د دغو کړنو اغېز د کورنۍ د هر غړي په ټولو کړنو کې ترسترګو کېږي.


۲۶-  د کورنۍ د غړو ترمنځ د يوازېتوب او بې مرستندويه توب احساس ډېرېږي او له دې امله په اروايي ناروغۍ هم اخته کېږي، چې ژور خپګان ته رسېږي.


۲۷-  د دې کورنۍ غړي له دايمي ډار او وېرې څخه په اندېښنه کې دي او له همدې امله يې په ټولو کړنو کې هيجانتوب او احساساتي پرېکړې ترسترګو کېږي، چې د ژوند د ستونزو لامل هم کېږي.


 


 سالمه کورنۍ


په تېرو ليکنو کې مو درې ډوله کورنۍ در وپېژندلې، چې هرې کورنۍ خپلې ستونزې لرلې، اوس څلورمه کورنۍ درپېژنو، چې دا کورنۍ د اولاد روزنې په برخه کې تر ټولو سالمه کورنۍ ده او يقيناًً چې د دې کورنۍ اولادونه به سالم وي. اوس به ستاسې مخې ته د سالمې کورنۍ ټولې ښې ځانګړنې کېږدو:


 ۱-  د دې کورنۍ غړي ژوندي او مينه ناک دي او د دوی ټولې کړنې يو ډول له مانا ډکې کړنې دي.


۲-  د دې کورنۍ غړي خپلې ستونزې او ناآرامۍ او همدارنګه خپلې ټولې خوښۍ د کورنۍ د نورو غړو سره شريکوي.


۳-  د دې کورنۍ غړي له معقولې او پر ځای وېرې نه ډارېږي او پوهېږي، چې ښايي له دې سره سره نورې تېروتنې هم ولري، نو د دې په پار خپل معقول او پر ځای دلايل وړاندې کوي او همدا يې د لا پرمختګ او د تجربې د ترلاسه کولو لامل کېږي.


۴-  د کورنۍ هر غړی يو بل ته احترام لري او يو بل سره ښه ډېره مينه لري. دغه مينه دوی ته يو ډول خوښي ور په برخه کوي.


۵-  له یو او بل سره د کورنۍ د غړو اړيکې همغږې او ښې دي او په همدومره مينه له يو او بل سره خبرې اترې هم کوي.


۶-  کله چې په دې کورنۍ کې آرامي خوره وي او ټول غړي آرامه وي؛ نو دا آرامي او سکوت د وېرې او ډار سکوت يا آرامي نه ده، بلکې ارام بښونکې او اراموونکې ده. البته تاسې به په هغو کورنيو کې چې بېلګې يې مخکې وړاندې شوې  ليدلي وي، چې ډېری داسې سکوتونه يا آرامۍ د وېرې لامله وي، خو دا کورنۍ داسې سکوت د ارام بښلو لپاره جوړوي.


۷-  کله چې په دې کورنۍ کې خبرې اترې او غږونه وي، نو دا غږونه د مانا  لرونکي حرکت مانا ورکوي، نه بې ځايه غوغا چې د نورو د غږونو د غلي يا خفک کولو لپاره وي.


۸- د کورنۍ هر غړی د خپل سالم حق په لرلو سره پوهېږي، چې خپل غږ نورو ته رسولی شي او په دې اړه د آرامۍ او سکوت فشار زغمولو ته اړتيا نشته.  


۹-  که کله هم د دې کورنۍ کوم غړي په یوه مجلس کې د خبرو کولو وخت نه وي پيدا کړی؛ دا يوازې د وخت د کمي لامله کېدای شي، نه د نورو د بې پامۍ او زړه تنګۍ لامله، ځکه چې داسې کورنۍ د يو بل نظر ته ډېر احترام لري او د يو او بل د نظر اورېدو څخه وېره هم په زړه کې نه لري.


۱۰-  د کورنۍ غړي په ډېرې آسانۍ سره يو بل ته مينه ورکوي او د خپلو ماشومانو په غېږ کې نيول ورته اړين او حتمي کار برېښي، له دې سره يې په مينه او ډاډ ورکولو هم نازوي.


۱۱-  د دې کورنۍ غړي له يو او بل سره په رښتينولۍ او مينې خبرې کوي او په ډېرې لېوالتيا د يو او بل خبرې اوري، ځکه چې یو او بل ته رښتيني دي او يو او بل ته ډېره لېوالتیا ښيي.


۱۲-  د دې کورنۍ هر غړی په آزاد ډول له يو او بل سره خبرې کوي او خپلې اندېښنې له يو او بل سره شريک کوي، هغه اندېښنې که د دوی  خپلې ناکامۍ، زیانونه، وېرې او په بل پرځای نیوکه کوي دا ټول ورسره شريکولای شي او کېدای شي په ګډه سره ورته ډېره معقوله او سمه حل لار ولټوي.


۱۳-  د دې کورنۍ غړي د خپل هر کار لپاره مخکې له مخکې د ټولو په مشوره يو پلان جوړوي او د هماغه پلان سره سم پرمخ ځي، خو که کله ورته کوم خنډ پېښ شو، د دغه خنډ د مخنيوي په پار ټول سره لاس په کار کېږي او پرته له وېرې يې له ټولوڅخه د حل لار غواړي، له دې لارې کولای شي، په ډېرې آسانۍ سره خپلې ټولې ستونزې حل کړي.


۱۴-  په دې کورنۍ کې له بل هرشي نه، انساني ژوند او بشري احساسونه د پام  او احترام وړ وي.


۱۵-  په کورنۍ کې مور او پلار ځان لارښود ګڼي، نه ريس يا ملک. دوی غواړي، چې خپلو اولادونو ته څنګه په راتلونکي ژوند کې د يوه واقعي انسان په توګه ژوند کول وروښيي.


۱۶-  د دې کورنۍ هر غړی د خپلو تېروتنو او ستونزو په اړه هماغسې خبرې اترې کوي؛ لکه څنګه چې يې د خپلو برياوو او ګټو په اړه خبرې کوي.


۱۷-  د دې کورنۍ د مشرانو يا مور او پلار کړنې هم هماغسې دي، لکه څنګه چې خپلو اولادونو ته نصيحت کوي، نه دا چې دوی وايي يو څه او کوي بل څه.


۱۸-  د دې کورنۍ مور او پلار د يوه ښه مدير او يا مشر يا لارښود په ډول د وخت په نسبت حساس وي او د دې په تمه وي، چې څنګه له يوه ټاکلي مهاله وړ ګټه واخيستل شي او له خپلو اولادونو سره خبرې وکړي.


۱۹-  د دې کورنۍ د کوم غړي له تېروتنې که زيان رامنځ ته شو هغه هم په ناغوښتي ډول، نو مور او پلار او نور مشران يې ترڅنګ درېږي، سمه لار ورته ښيي او د تېروتنې يا زيان لامل ورته ښيي. په داسې وخت کې زيانمن کس ډېره ښه زده کړه کولای شي او همدا  درس یې د راتلونکي لپاره ستر عبرت جوړېدای شي.


۲۰-  د دې کورنۍ مشران يا مور او پلار پوهېږي، چې د دوی اولادونه په قصدي ډول بد نه کوي او يا ستونزې نه جوړوي،  که يې د اولادونو خرابکاريو او بديو ته پآم شو، نو دې پايلې ته رسېږي، چې کومه پېښه شوې او يا هم کومه ستونزه ور پېښه شوې؛ بیا د دغې ستونزې د حل په پار لاس په کار کېږي.


۲۱-  د دې کورنۍ مشران يا مور او پلار په دې پوهېږي، چې د دوی اولادونه هغه وخت ښه زده کړه کولای شي، کوم وخت چې ځان با ارزښته او مهم وګڼي او همدارنګه پوه شي، چې دوی نورو  ته او نور دوی ته ډېر ارزښت لري.


۲۲-  د دې کورنۍ مشران په دې پوهېږي، چې کولای شي د ماشومانو د رټلو او رشخند کولو له لارې د هغوی کړنو ته بدلون ورکړي، خو په دې هم پوهېږي، چې د دغو کړنو يانې رټلو او رشخند وهلو اغېزې به يې تر ډېره په  ذهن کې پاتې شي او بيا په ډېرې آسانۍ او چټکۍ سره نه رغېږي، ولې پرځای يې د ستونزې اصلي جرړې ته ځي او په آرامۍ سره يې د دلايلو په وړاندې کولو پوهوي، چې اغېزمنه لار يې هم همدا ده.


 ۲۳- که کله د دې کورنۍ ماشومان يا اولادونه يو کار ترسره کوي او يا هم د هغه کار د سمولو په پار وخت ته اړتيا ولري، مور او پلار يې په ډېره سړه سينه وخت ورکوي او د وخت ورکولو ترڅنګ يې نور هم ښه کار کولو ته هڅوي او د ستونزو د خلاصۍ په پار ورسره مرسته کوي.  


 ۲۴-  مور او پلار پوهېږي، چې د هر انسان په ژوند کې ستونزې وي، ځکه چې بې له ستونزو او ربړو ژوند ناممکن دی؛ نو د همدې لپاره د هرې تازه او نوې ستونزې لپاره حل لار پيدا کوي او خپلو ماشومانو يا اولادونو ته يې هم ورښيي، چې څنګه د ستونزو د حل په برخه کې د خلاقيت او نوښت څخه کار واخلي.


 ۲۵-  د دې کورنۍ مور او پلار پوهېږي، چې ژوند د بدلون له ځانګړنو برخمن دی او د همدې لپاره دا مني، چې اولادونه يې د ژوند بېلابېل پړاوونه وهي او هېڅ وخت يې هم د ودې او پرمختګ مخه نه ډب کوي.


 


 لنډيز


په ځينو څېړنو کې ښوول شوې، چې له هرو سلو کورنيو څخه یوازې څو کورنۍ (درې يا څلور کورنۍ) په دې پوهېږي، چې څنګه د خپلې کورنۍ مشري او ساتنه وکړي. د خفه کورنۍ محصول يا توليد ناروغ اولادونه، نهيلي، ځانغوښتي، معتاد او …… دي او ډېری غړي يې د اروايي ناروغيو ښکار وي او ډېری داسې ناروغان چې اروايي ستونزې،  معتادي، يوازېتوب خوښوونکي او …. لري؛ په همداسې خپه او ځورېدونکو کورنيو کې رالوی شوي وي.


 کولای شو، چې د آزادې، بلا پسې، خفه او ځوروونکې او سالمې کورنۍ ځانګړنې داسې چاڼ کړو.


 


د لومړنيو درېو کورنيو ستونزې:


۱- د دې کورنۍ هر غړی خپل ځانته په ډېرې ټيټې کچې د احترام او ارزښت قایل دی او يا د دې دول کورنیو غړي خپل ځان او يا د کورنۍ نورو غړو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.


۲- له يو او بل سره نامستقيمې او په بشپړه توګه ناسمې او پېچلې اړيکې لري.


۳- د کورنۍ مقررات او قاعدې وچې، وګړنيزې، نه رغېدونکې او تلپاتې دي.


۴- د نورې ټولنې سره يې اړيکې تړلې، نهيلې کوونکې او د ډار په بنسټ ترسره کېږي.


 


سالمه کورنۍ


1-  د دې کورنۍ هر غړی خپل ځانته معقوله اندازه او په منطق ولاړ ارزښت او احترام قايل دی.


2- مستقيمې، څرګندې، چټکې او د رغېدنې په فلسفه ولاړې اړيکې سره لري.


3- د کورنۍ قاعدې او مقررات منطقي، انساني او تغيرمنونکې دي.


4- له نورې ټولنې سره پرانيستې، سالمې او خوښي بښونکې اړيکې لري.


دا بحث خو ډېر وخت او ډېره څېړنه غواړي خو په لنډو او څلورو برخو کې تاسې ته يو څه معلومات وړاندې شول، ښايي نور دوستان يې په اړه ډېر معلومات وړاندې کړي.


 


 په دې هيله خپله دا ليکنه پای ته رسوم، چې سالمه کورنۍ ولرﺉ او يا هم سالمه کورنۍ جوړه کړئ.