کور / تازه خبرونه / کندوز:دسون توکو بيې لوړېدلو دبېوزلو ژوند سخت کړی دی

کندوز:دسون توکو بيې لوړېدلو دبېوزلو ژوند سخت کړی دی

دا دریم ځل دی چې په کندوزکې واوره وریږي،په وړی کې کندوزځینې وختونه تبې غوندي تودیږی دلته د موسم پرتله ګرانه ده، که څه هم ډیری خلک واوری ته خوښیږي خوبل لورته یوشمیربیوزله اوبې وسه وګړیوته سوړژمۍ اوپه ځانګړي ډول اورښتونه په ګرانه بیه تمامیږی.

ډیری بیوسه خلک د تودولو توان اوامکانات نلری ددغه ولایت بیوزله خلک د ژمۍ په پیل کې د سون توکیوپه ځانګړي ډول لرګیوله بیواونرخونولوړیدو ځنې سرټکوي،اول خوکاراو روزګار نه موندل کیږي که چیرې پیداهم شي دغه خلک وايي عاید ېې دومره ندی چې د ځان اوکورنیوته د تودولو امکانات چمتوکړي.

دا وخت د یومن لرګیوبیه ۹۰ اوسلوافغانیوترمنځ ده تیرکال یومن لرګې په پنځوس افغانۍ پیرل کیدل په یواو دوه منولرګیوخود چاشپه هم نه سباکیږي، د خلکوستونزه د کندوز ښاروالې هم منئ خووايي څرنګه چې دهیواد اقتصادی نظام ازاد بازار پورې تړلې دوی نشي کولاې چې بازارونوکې د توکیونرخونه کنټرول کړي.

سیداجان یوله هغوځوانانو څخه دی چې د ژمۍ سړو اوغریبۍ پسې راخیستې سیداجان چې ګڼ کور دی وايي په کورکې د تودولو هیڅ امکانات نلری نوموړی وايي ” څه کم وزیات یوه میاشت کیږی چې کارهم نه پیدا کیږی ځکه زه خټګریم اوس ژمۍ دی خلکو تعمیراتې کارونه درولې، کورمې هم ګڼ دی ۷او۸ بچیان لرم دغه دوه ورځې کیږي چې بچیان مې سینه بغل اوزکام دی کلینک ته راغلم کافې درمل يي رانکړل ډاکټر وویل چې له بازار نه نسخه واخله پیسې راسره نشته درمل هم پاتې شو، دلته د لرګیوهټۍ ته راغلم ،دلته یومن لرګې ۹۰ افغانۍ دی په ناامیدۍ سره ددی رانیولوتوان هم نلرم بس الله تعالی ته ځان وسپارم .”

سیداجان له خپل چارواکو غواړی چې د ژمۍ په سړوکې بیوزلان هیرنکړئ دهغه په وینا حداقل د سون توکیو بیې خودی یوڅه راټیټي کړئ.

د لرګیوپلورنکې هم وايي د تیرکال په پرتله د لرګیو په بیه کې بدلون راغلې عید خان چې د لرګیو هټۍ لری د لرګیونرخ لوړیدو لامل د دولت لخوا د ځنګلونو وهنې اومخنیوي دی.

نوموړی وايي پخوا په بازارته لرګې زیات راتلل مګراوس کم شوي دولت ځنګلونوقطع منع کړئ تیرکال چې لرګې زیات وویومن لرګې پنځوس افغانۍ مونږخرڅول خوسږکال ۹۰اوسلوترمنځ دی.

نوځکه د لرګیونرخونه هم لوړشوي دی، واقعاْ دابیوزله خلکوته سترګواښ دی هغوي په ژمۍ کې د تودولو وس نلري ډیری دلته زمونږهټۍ ته د سوال لپاره راځي نوبیاکه د چا زړه ورباندی وخوږیږی یولرګې نیم لرګې ورکړی پرته له هغې همداسې ګرځي، دولت هم د بیوکنټرول او ادارې په اړه هیڅ هم ندی ترسره کړي، دهغه چا چې اقتصادی حالت ښه دی دغریب اوبیچاره په کېسه کې ندي.
بل لورته د کندوز ولایت ښاروال نجیب الله عمرخیل وايي زمونږ ټول هیوادوال پوهیږی چې دهیواد اقتصادی نظام ازاد بازارپوری تړلې نومونږ هم نشو کولای چې بازارکنټرول کړو،عمرخیل زیاتوي تروسه وسه پوری څارنې کمیټې هڅه کوي چې توکیوبیې کنټرول کړئ.

نه یوازی داچې په کندوزکې په ژمی کې د سون توکیو بیې ترپخوا لوړی شوی بلکه په ګاونډی ولایتونوکې هم اوسیدونکې ورته شکایت لری د تخار ولایت یوشمیراوسیدونکې هم ورته ستونزي ته اشاره کوي ، دوي وايي د لرګیو سربیره نفتې موادواوګازو بیوکې هم لوړوالې راغلې چې ډیری بیوزله وګړی يي رانیولوڅخه عاجزکړیدی.