پېښور:په پښتونخوا کې افغان او پاکستاني مقاماتو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د پيښور – کوهاټ ترمنځ لویه لاره یې یواځې د افغانانو پرمخ تړلې.په کوهاټ کې د کمیشنرۍ یوه عالي رتبه مقام رسنيو ته وویل، چې دغه لاره د کربلا پيښې د څلويښتۍ د مراسمو په لړ کې د ټولو بهرنیو اتباعو پر مخ تړل شوې ده.دغه چارواکی وايي، دا چې په هنګو، کوهاټ، پاړه چنار او څيرمه سیمو کې په دې ورځو کې شیعه ګان ځانګړي مراسم ترسره کوي نو له همدې امله هر کال په دې ورځو کې دغه ډول بندیز لګولی کیږي، چې یواځې د دوو یا درېيو ورځو لپاره وي.په پيښور کې د افغانستان جنرال کونسل سید محمد ابراهیم خیل هم وویل، چې دصوبې امنيتي مقاماتو له وړاندې په دې باب دوی ته خبر ورکړی و او ورته ویلي يې وو چې دا بندیز به یواځې د څو ورځو لپاره وي.نوموړي په دې باب په رسنیو کې خپاره شوي راپورونه بې اساسه وبلل چې ګواکې امنيتي ددې لارې په اوږدو کې افغانان ځوروي.