کور / تازه خبرونه / صوابۍ کې شپږ ښځېنه کارکوونکي وژل شوې دي

صوابۍ کې شپږ ښځېنه کارکوونکي وژل شوې دي

پېښور:چارواکي وايي د خیبرپښتونخوا په صوابۍ کې وسله والو د یوې نا حکومتي موسسې پر ګاډي ډزې کړي چې شپږ ښځینه کارکوونکې او یو طبي تخنيکر وژل شوی او موټر چلوونکی يې ټپي شوى دی.پولیس وايي دغه ګاډي د اوجالا په نامه د مرستندویه ټولنې کارکوونکي له مرکزه وړل چې د شیر افضل بانډې لوی سړک ته څېرمه په انبار سیمه کې پرې برید وشو.پولیس زیاتوي دغه ډله د ښوونځي او روغتیايي مرکز نه د کور په لور روانه وه چې نامعلومه وسله والو یې پر ګاډې ډزې وکړي.د صوابۍ د پولیسو مشر عبدالرشید خان وايي بریدکوونکي “څلور کسان وو او په دوو موټرسایکلو سپاره وو. دوی د دغو کسانو په ګاډي برید وکړ، د ګاډي په ښی او ګیڼ اړخونو یې ډزې پیل کړې او بیا وتښتېدل”ځايي پولیس وايي د برید وجه لا نه ده معلومه خو پلټنه یې پیل کړې ده او په سیمه کې یې د لټون لوى عملیات هم پیل کړي خو تر اوسه یې په دې تور څوک نه دي نیولي. خو د دغې ادارې چلوونکي وايي کېدی شي د واکسینو پروګرام یې د برید سبب ګرځېدلی وي.”ځايي پولیس وايي د برید وجه لا نه ده معلومه خو پلټنه یې پیل کړې ده او په سیمه کې یې د لټون لوى عملیات هم پیل کړي”تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.د مړو جسدونه په صوابۍ کې د شاه منصور روغتون ته استول شوي او ژوبل شوی کس د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ته یوړل شوی. د اوجلا مرستندوېه ټولنې یو کارکوونکی محمد وویل له برید ه وړاندې چا ورته کوم گواښ نه و کړی.