کور / تازه خبرونه / په خېبرايجنسې کې ٢٢ تنه وژل شوي

په خېبرايجنسې کې ٢٢ تنه وژل شوي

پېښور:دخېبر ايجنسې په تيرا کې دپاکستان د الوتکو په هوايي بريد کې د اتو طالبانو په گډون ٢٢ تنه وژل شوي. په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. بريد دهنرگل او شفيق ملک دين خيل په کورونو ترسره شوې دي چې له امله يې ٤ ښځې ٨ ماشومان او دوه سړي وژل شوي او د يوې ښځې په گډون ٤ ماشومان ټپيان دي دوه کورونه هم ويجاړ شوي دانصارلاسلام ډله وايي ١٤ وژل شوي کسان ملکي وگړي دي خو امنيتي ځواکونه وايي چې ٨ طالبان يې وژلي دي