کور / تازه خبرونه / کندهار: بې ځايه سوي کورنۍ د ژمنيو ستونزو سره مخامخ دي

کندهار: بې ځايه سوي کورنۍ د ژمنيو ستونزو سره مخامخ دي

په كندهار كي له تيرو څو ورځو راهسي هوا ډيره سړه سوي او د ځايي اوسيدونکو ترڅنګ يي كډوال له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان كړي دي .
له نورو ولايتونو څخه كندهار ته راغلي كډوال په ښار او ليرو پرتو سيمو كي په خيمو كي په سختي سره شپي او ورځي تيره وي او تر دي مهال چا د مرستي لاس ندي ور اوږد كړي .
كندهار ته د ګاونډيو ولايتونو څخه راغلي كډوال او مهاجرين وايي چي يخي او سړي هوا سخت ځپلي او دوي د زياتو ستونزو سره مخ دي ، په خبره يي چي د اړوندو ادارو دروازي يي د مرستي په ډول ور ټكولي خو چايي پر خبرو غوږ ندي نيولي .
كه څه هم د يادو ستونزو څخه د خبريدو دنده په كندهار كي د مهاجرينو او كډوالو د رياست ده خو ددي پرځاي چي ياد رياست ددي هرڅه پوښتنه وكړي وايي چي تر اوسه هيڅ يوه بي ځايه سوي او كډواله كورني ورته مراجع نده كړي او كه يي وكړي همكاري به ورسره وكړي .
د كندهار د كډوالو او مهاجرينو ريس محمد اعظم نوابي
د ژمي سړي څپي د كندهار د ليرو پرتو سيمو د ټيټ اقتصاد درلوونكي خلګو پر ژوند يي هم سوري غوړولي او هغه يي هم له ستونزو سره مخ كړي دي ، لوږه ، غربت ، بي كاري ، په دولتي ادارو كي فساد او ددولت نه پاملرنه په ټولنه كي د غريبو هيوادوالو د ژوند پر لمن هغه پراته ټكي دي چي ورځ تر بلي يي ژوند له كړاونو سره مخ كيږي .