کور / هراړخیز / چاته وژاړو او له چا ګیله وکړو؟

چاته وژاړو او له چا ګیله وکړو؟

لکه څنګه چی خبر یاست اوونی کیږی چی پاکستان د افغانستان او افغانانو په مقابل کی یوه بله لوبه پیل کړیده، دا لوبه له هغه ځایه پیل شوه چی د څو تور مخو د بی ادبی په مقابل کی زموږ پولیسو له هغوی سره ژبنی شخړه وکړه خو دوی خپل سفارت ته د شکایت پر مهال ددوی سفارت د دوی دا مسله درنه کړه او پاکستان ته یی راپور ورکړ پاکستان حکومت د خپلو اتباعو د حقوقو د غوښتنی لپاره سمدستی اسلام آباد کی د افغانستان سفیر څخه ددی موضوع د روښانتیا غوښتنه وکړه او هغه ته احتجاجیه لیک ورولیږه.
افغان قونسل معاون په پیښور کی د خپلی دندی له لاسه ورکولو او آی اس آی ته د برس لګولو په موخه د افغان پولیسو دا کار وغنده، خو کله هم ما وانه وریده چی جناب عالی د خپلو افغانانو وروڼو پوښتنه یی کړی وی چی د پاکستانی پولیسو له لوری ځورول کیږی، پیسی تری شکول کیږی، بند ته یی لیږي یا هم په سلو نورو ډولونو ربړیږی، بلکه له یوه رسنۍ می هم وانه وریده چی دی پکی د دوی د حقوقو څخه دفاع کړی وی – هغه بهسودوال صاحب یادوم.
ما کله ندی اوریدلی چی افغان بهرنی وزارت یا افغان دولت د پاکستان په سل ګونو سرغړونو، ظلمونو، اختطافونو او ستمونو په مقابل کی د هغوی جناب سفیر صاحب څخه په کابل کی د موضوع په هکله توضیحات غوښتي وی، نو دا جرات د کومه شو، د کرزی په فساد ککړ کابینه وایی چی دا د افغانستان او افغانانو د دښمنانو کار دی، خپله ژبه په ډیر احتیاط اړوی خو کله هم په زغرده نه شی ویلای چی دا کار آی اس آی وکړ دا ځکه چی هر وزیر صاحب، معین صاحب، والی، ولسوال، قاضی، څارنوال او نورټول صاحبان په فساد اخته دی د خپل سر او کله هم د دندی د لاسه ورکولو خطره پکی ویني.
خیر دی که تورخم کی ۸ یا ۹ ماشومان، کوم بوډا بابا یا کوم بوډۍ له یخنی ځنی خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوی یا په ایران کی زمونږ ځوانان جوپه جوپه په دار ځړول کیږی څه تندر خو ونه غورځیده دا خو د افغانستان پرمظلوم او بی دفاع ولس یو معمول کار دی هر وخت کیږی، غربیان یی هم وژنی نو څه وشول که یو څو د تورو کارغانو له خوا مړه شول بیا څه؟، څه پروا کوی که مونږ خپل ناروغان پیښور یا اسلام آباد ته په هر څومره ناوړو شرایطو وړو، وهل او ټکول کیږو، پیسی راځینی اخلی او سل نوری نخری راباندی کوی کومه خبره نه ده پریږده چی بهسودوال صاحب زمونږ افغان پولیس نور هم وځپی ترڅو دنده یی له لاسه لاړ نه شی، خو دا هم معمول دی او څه خرابه خبره نه ده چی زمونږ وزیر صاحبان دی په میاشت کی یو ځل خپل ماشومان دوبۍ ته د هوا خوری او تفریح لپاره یوسې هسې هم مړه دا هیواد نه جوړیږی د خارجیانو پیسي دی افغانستان ته یی خیرات ورکړې څه د افغانانو لاسونه خو پري تڼاکی شوي نه دي.
وایی چی دننه په هیواد کی ۱۵ خارجی شرکتونه د مالیې د ورکړي څخه سرغړونه کړي او د یو ملیارده ډالرو مالیې پری پاتي دي، مړه دوی خو هم پوهیږی چی څوک د عربی هیوادونو، څوک د کاناډا، څوک د امریکي او څوک د کوم او څوک د کوم هیواد تابعت لری او ټولو په راټولولو او جمع کولو لګیا دی په مونږ څه کوی خو چی ددوی هر یو اکاونټ ته مو ۵۰۰۰ ډالره جمع کړل کار خلاص دی.
بیا وایی چی د دولت پر کړنو د ولسی جرګی کمیسیون د دولتی ځمکو د غاصبینو دوسیه را نغاړلۍ او یو غټ لست یی برابر کړی دی، خو چی نه یی اعلانوی ولی؟ بی کیفیته او غیر مسلکی وزیر صاحبان با کیفیته او مسلکی شول نو ځکه د هغوی د احظار معامله ختمه شوه نو اوس د غاصب صاحبانو وار دی چی د دوی له درکه خپل اکونټونو ته پیسی ولیږی نوبیا دی دوی ته هم د مور شیدی شی او ها غصب د کومه شو دوی به هم د هر وزیر صاحب په شان بیا او بیا براءت تر لاسه کړی.
اوریدلی می دی چی د قانون په نوم یو څه شی په افغانستان کی شته، خو نه چا لیدلۍ او نه څوک یی پروا ساتی، کابل او ځینی ولایتونو کی ترافیک بیروبار ډیر زیات دي، نو د (یک) په تلویزیون کی می وکتل چی کومی ګاډی په یولوری جادو کی بی لاسه حرکت کوی ټولی دولتی، د زورواکو، چارواکو او ولسی جرګی ګاډی وو، خو ترافیک پولیس یی پر مخ هیڅ نه ښکاریده ګویا چی دا یوازی زمونږ (زورواکو) د احترام لپاره ولاړ دی او وظیفه اجرا کوی، هی کرزیه ! ستا دا دویمه دوره خو ډیره بی خونده وه زما خو بیخی خوښ نه شو.

ای هی چی مونږ کینو بیا د اټک او جیلم خبری وکړو، خوله مو زګ وکړی او خپل سیاسی تنده پری ماته کړو، په نه خبره د تورخم دروازه د مظلوم ولس په مخ په شپو او ورځو وتړل شی نو هغه وخت کی بیا د خوله زګ مو چیرته تښتی؟ د خندا وړ نه دی؟.
دلته ځان د پښتون، تاجک، هزاره، نورستانی، پشه یی، قزلباش …. نور او نور سره بیل کړو او یو د بل په سر ووهو او هلته ګاونډیان راته دامونه کیږدي، ډیر د افسوس ځای دي څه وخت به ځان پیژنو او څه وخت به خپل دښمن؟، بس پریږده چی هر قوم په خپلو مړو فخرونه وکړی او خپل ټول ښایسته ژوند په همدی مصرف کړی او د دنیا له هر سیالی څخه وروسته پاتی شی.
د آی اس آی بل مانور روان دی پرده یې بدله کړه خپل طالبان د حکومت سره پخلا کوی تر څو د ۲۰۱۴ څخه وروسته غربی نړۍ ټول امنیتي او جنګي اداره دوی ته وسپاری او دوی هم خپل ټول فعالیتونه افغانستان ته واړوی نو د افغانی طالبانو څخه په غیر مستقیم ډول د خپلو طالبانو په خوله د ملاتړ اعلان کوی تر څو یو واری بیا فرمانونه د اسلام آباد څخه جاری کړی او د افغانستان څخه د جنګ ټغر راټول نه کړی.
نو ای ننګیالیو، توریالیو، ځمریو او بالآخره ای افغان ولسه تاته وایم سره یو کیږی ګنی ورک کیږی.
د ټولو افغانانو د یووالی او د یو سرلوړی او ځلیدونکی افغانستان په هیله.