کور / هراړخیز / پلاستيکې برېښنايي کارتونه

پلاستيکې برېښنايي کارتونه

دبريښنايي بانکوالۍ يوه وسيله پلاستيکي کارتونه دي چې په بريښنايي بانکوالی کې ځانګړی ځای لري او  مشتري په ډیره اسانۍ سره کولای شی د دغو کارتونو په وسيله له بانک سره معاملات ترسره کړي ، چې ځينې په لاندې ډول دي:
ډبت کارت Debit Card: بانک دغه کارتونه هغه وخت خپلو مشتريانو ته وړاندې کوي، چې هغوى نه غواړي د پيسو په وسيله پېرودل وکړي بلکې غواړي مستقيمآ د خپل بانکي حساب په وسيله پیرودل وکړي، بانک دغه کارتونه په دوه شکلونو خپلو مشتریانو ته وړاندې کوي.
Single Transactions Debit Card: دا ډول کارتونه له روان حساب سره تړلی وي د هرې معاملې له اجرا څخه وروسته ترې تادیه صورت نیسي.
Monthly Transactions Debit Card: په دې ډول کارتونو تاديات د مياشتې په اخر کې ترسره کېږي او تر ټولو لويه گټه يې په دې کې ده چې کولای شو د ورکړې وخت وځنډوو.
کريډت کارتCredit Card:دغه ډول کارتونه د اکثره بانکونو او کمپنيو له خوا انفرادي اشخاصو ته ورکول  کېږي ،کريدت کارت څخه په استفادې مشتري له خپل حساب څخه نه بلکې د بانک له  حساب څخه ورکړه کوي، ځان پوروړى کوي اوبيا تر يو ټاکلي وخت وروسته په سود سره يې تاديه کوي.چې په دوه ډوله دي.


متغير کارتونه Variable Payment Card
ثابت کارتونه Fixed Payment Card
مصرفي کارتونه Charge Card:داکارتونه له کريډت کارت سره تقريبآ ورته  دي ولې توپير يې په دې کې دى چې د مياشتې په اخر کې بايد د صورت حساب ټول مبلغ ادا کړى شي.
سمارټ کارت Smart Cards: دا کارتونه د کريډت اوډبت کارت دواړه  دندې په يو وخت کې سرته رسوي.


له  اعتباري کارتونو څخه داستفادې ګټې :
کارتونه په معاملاتو کې د سرعت باعث ګرځيدلي اودپيسو د انتقال وخت يې راکم کړی دى.
له کارتونو څخه استفادې د نغده پيسو د انتقال مخه ونيوله.
له کارتونو څخه استفادې د پيسو د غلا ،ورکېدو،اوله منځه تللو مخه ونيوله.
له کارتونو څخه استفادې دهغو لګښتونو مخه ونيوله چې د بانک نوټونو په چاپ لګيدې.
له کارتونوڅخه استفادې په ورځنيو اړتیاو کې اسانتيا رامنځته کړې.
دکارتونوايـجاد اعتباري اوټولــنيز ارزښـت پيداکړى دى.
له کارتونو څخه استفادې په هر وخت او هر ځاى کې د اشياو لاسته راوړل اسان کړي دي.
له کـارتونوڅخه استـفادې دګڼې ګوڼې مخه ونـيوله.