پېښور:پاکستاني چارواکو ویلی د زیارت په ورځ د ایف آر پیښور کوېي حسن خیل او جاني خوَړ نه تښتول شوي ٢٢و لیویز کارکونکو کې د ٢١و مړي موندلی شوي دي.یو حکومتي ویاند نوید اکبر خان ویلي چارواکو د خالي او اتوار شپي تر مینځه د دغو وژل شوو کسانو مړي د ایف آر پیښور سره نژدې په جبه سیمه کې د لوبو په یو میدان کې موندلي دي. د پاکستاني مطبوعاتو تر مخه د دره آدم خیل طالبانو د دغو کسانو د وژلو پړه په سر اخستې ده.
د زیارت په ورځ سحر وختي د ایف آر پیښور سره نژدې په کوېي حسن خيل او جاني خوړ کې په ځنو چیک پوستو وسله والو طالبانو برید کړی وو. د طالبانو او لیویز تر مینځه جهګړه کې دوه لیویزعسکر وژل شوي وو او د دغه پوستو نه 23 نور تښتول شوي وو. د تحریک طالبان پاکستان دره آدم خیل ویاند د دغو لیویز عسکرو د تښتولو مسوليت منلې وه .