کور / تازه خبرونه / اوسنی حکومت د غاصبینو د محاکمې وس نه لري

اوسنی حکومت د غاصبینو د محاکمې وس نه لري

“اوسنی حکومت د غاصبینو د محاکمې وس نه لري”

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره خپل مهم سرلیکونه او تبصرې په افغانستان کې د ځمکو غصب ته ځانګړې دي دي.

محور نا دولتي ورځپاڼې په دې اړه د ولسي جرګې د ځانګړي کمسیون رپورټ راخستی؛ چې په کې ویل شوي، چې په ټول هیواد کې څه باندې یو میلیون او دوه لکه پنځوس زره جریبه ځمکه غصب شوې ده.

ورځپاڼې وړاندې د دې رپورټ په حواله لیکلي، چې په دغو دولتي ځمکو په غیر قانوني توګه کورونه، دکانونه، مارکیټونه، ښارګوټي او داسې نور جوړ شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، چې د ولسي جرګې د ځانګړي کمیسیون په دې رپورټ کې د ځمکو د سترو غصب کوونکو نه نیولې تر هغو غاصبینو په اړه معلومات موجود دي، چې یو جریب دولتي ځمکه یې غصب کړې ده.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د ولسي جرګې پروني رپورټ ته په اشارې لیکلي، چې د ځمکو د غصب په اړه یوازې خبرې کیږي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د ځمکو د غصب مساله خورا پیچلې او ستونزمنه مساله بللې او لیکلي، چې دې مسلې زیاتې ستونزې زیږولي دي.

ورځپاڼې لیکلي، چې اوسنی حکومت د ځمکو د غصب او د غاصبینو د محاکمې وس ځکه نه لري، چې له یوې خوا غاصبین زورواکي او له بل لوري دولتي چارواکي دي.

خو ورځپاڼې د غاصبینو په وړاندې مبارزه هم ناممکنه نه ده بللې او لیکلي، چې په دې برخه کې د افغان دولت کلکې ارادې، د ځینو ستونزو او ننګونو منلو، له دولت څخه د ځینو پیاوړو غاصبینو شړلو او پراخ ولسي ملاتړ ته اړتیا ده.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې له غاصبینو باید د غصب شویو ځمکو پیسې بیرته واخستل شي او بیرته بیت المال ته ورکړل شي.

ورځپاڼې د ولسي جرګې پروني رپورټ ته په اشارې لیکلي، چې اکثره دولتي ځمکه د زورواکانو له خوا د جعلي اسنادو په جوړولو سره غصب شوي او دا کار د عادي کسانو له وسه وتلې خبره ده.

ورځپاڼې لیکلي، دا، چې تراوسه پورې د دې کسانو په وړاندې اقدام ندې شوې د دې څو لاملونه دي، چې یو یې په دولت کې د فساد پر ضد د مبارزې لپاره د سیاسي ارادې نشتوالې دې.

ورځپاڼې په نهایت کې ولسي جرګې ته سپارښتنه کړې، چې د ځمکو د غصب او فساد پر وړاندې د مبارزې مسله په جدي توګه تعقیب کړي او په کې ښکیل چارواکي رسوا کړي.

ورځپاڼې خبردارې ورکړې، که داسې ونشي، نو په راتلونکي دولت کې به د ځمکو غصب په لا جدي ستونزې بدل شي.

افغانستان ایکسپرس نا دولتي ورځپاڼې د ولسي جرګې د ځینو غړو دې غوښتنې ته کتنه کړې، چې د ځمکو د غاصبینو نومونه باید رسوا شي.

ورځپاڼه لیکي، پi داسې حال کې، چې د ولسي جرګې ځانګړي کمسیون د ځمکو د غصب په اړه رپورټ وړاندې کولو یو شمیر وکیلانو د میزونو په ډبولو سره د غاصبینو د نومونو افشا کیدل غوښتل