دغه روزنيزوركشاپ د هلمند ولايت مقام په لارښوونه د ولايت د مطبوعاتي دفترلخوا د يكشنبې په ورځ په لاره اچول شوى وچې پكې ددې ولايت د آزادواودولتي رسنيوشاوخوا څلويښت تنونارينه اوښځينه خبريالانوگډون درلود چې پكې دوى ته د خبراوراپورجوړولو،مركې،گردي ميزونواونورواړخونوپه اړه معلومات وركړل شول.
ياد وركشاپ چې دوه ورځې يې په بركې ونيولې د دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې دهلمند والي الحاج محمد نعيم لسگونوخبريالانواود ځينوادارومسؤلينوگډون درلود پاى ته ورسيد.
په دې مراسموكې د هلمند والي الحاج محمد نعيم د خپلې وينا پرمهال وويل چې د ولايت اداره تل هڅه كوي چې په بيلابيلوبرخوكې د دولتي مامورينواونوروكسانوكاري وړتياوې لوړې كړي اوپه همدې موخه روزنيزپروگرامونه په لاره اچوي.
هغه ژمنه وكړه چې په راتلونكي كې به د ژورناليزم په برخه كې يومياشتينى پروگرام په لاره اچوي ترڅوپه دې ولايت كې هغه كسان چې د مطبوعاتوپه ډگركې كاركوي په سمه توگه وروزل شي اوټولنې ته ښه خدمتونه وړاندې كړي.
ورپسې د هيواد وتلي ژورنالست اوليكوال اوددې وركشاپ استاد لعل پاچا ازمون د خپلې وينا پرمهال وويل چې دا لومړى ځل دى چې د يوه ولايت لخوا نه يوازې د دولتي رسنيوبلكې د آزادورسنيوخبريالانوته روزنيزپروگرامونه په لاره اچول كيږي.
هغه له ټولوخبريالانووغوښتل چې له دې فرصت څخه لويه گټه پورته اوپه كاري عملي ډگركې ترې كارواخلي.
په پاى كې نوموړى وركشاپ گډونكوونكوخبريالانوته د برى ليكونوپه ويشلوپاى ته ورسيد