کرزي ته پرانستی لیک
ما د کرزي صاحب په دویم کال په هلمند کي یوه موسیسه کي کارکاوه ګرشک، سنګین، نوزاد، موسی قلع اوکجکی ته به مو سفرونه کول ما چي هغه وخت د خلګو احساسات لیدل له خوښي په جامو کي نه ځایدم، دومره امنیت وو چي تر درختو لاندي به ماشومان ناست وه زده کړه به یې کول، خوشحاله په دې وم چي هغه دی دبې سوادۍ کمبله زموږ له وطنه د ټولیدو په حال کي ده. ځکه افغانانو ډیري خوارۍ، غریبۍ او مهاجرتونه لیدلي وه، په پریدي ملکونو کي د پردو ظلمونو ډیرستړي کړي وه نو د هیواد د ابادولو ارمان دهرافغان په زړه او فکر کي وو زموږ د موسیسې کاروکوونکو ته به په هره ولسوالي کي هر ماښام څوځایه د میلمستیا بلنه ورکول کېده.
خو ورورسته په کراره کراره د افغان اولس ارمانونه د ناهیلۍ په سیند لاهو سوه. په هغه سیمه کي اوس څوک د دولت نوم پر شونډو نسي راوړی، ولي؟؟ ټوله د کرزی صاب د غلط سیاست او پالیسۍ له برکته نن هغه کرزی ځان ته د دیموکراسۍ د پلار لقب غواړي، غواړي اولسمشر یې په خوښه غوره سي او قضایې مصونیت دي هم ورکړل سي.
کرزی صاحب! د افغانستان خلګ دومره تنګ نظره او بخیلان نه دي چي ګواګي دا یې پرتا پېرزو ندی قضايي مصونیت د هرافغان حق دی. اولس دومره ړوند نه دی، لکه تاچي پرې ګمان کړی.
یاخو د اولسواکي (ډیموکراسي) په معنی موږ سم نه یو پوهیدلي او یا تاسو په خپلو فکرونو کي غرق یاست، سمه مو نده درک کړې. ډیموکراسي داسي وي چي هیواد د نړۍ د فاسدو هیوادونو په لمړي سر کي راسي؟ پرپنځه کلن هلک او انجلۍ دي جنسي تیري کیږي او مجرمین دې ازاد ګرځي.
د خلګوستونزي دي په حکومتي اداروکي ستا د ریاست د پیله تردا مهاله نوي حل سوي، په حساب پنځه سوه کسان دي پردې غریب او بې وسه خلګو خپله حکمراني پلي کوي اوستاسو هرڅه به خلګ مني تاسو به یوه خبره هم د چا نه منی. ایا دا اولسواکي ده؟؟
سرمایداره، واسطه والا او قدرت والا ته به هرڅه رسیږي او ژوند به یې پرمختګ مومي، غریب نورهم د پښو لویږي. هیواد، کلي او واټونه مو د هیرونیانو او بیکارانو ډک سوه او…
تاسو پردغو شیانو د ډیموکراسۍ د پلارلقب غواړی؟ دی ته وایی انصاف؟ دا د اولس حق دی؟ له دې سره مي د رحمن بابا یو بیت را یاد سو چي وایي:
تولعنت دي په داهسي منصفي سه
چي له حقه و باطل و ته ګزر کړې
کرزی صاحب! تاسو ته باید د فساد د پلار لقب درکړل سي، تاسوخو د ډیموکراسۍ رنګ بد کړ. بېچاره افغان اولس حیران دی چي په چا باور وکړي؟
د ثور انقلاب په راتلوسره اولس خوشحاله سو چي ګوندي ژوند یې ښه سي خو متاسفانه چي ویل کیده یوڅه اوکیده بل څه، هغه څه و سول چي هیڅ چا یې تمه نه درلوده. خلک په عذاب سوه د مجاهیدینو په راتګ یو ځل بیا هیلي وغوړیدې هلته نو بیا داسي حالت راغی چي خلکو ترکندهاره خپل ځوان زوی او لور نه سوای بیولای چي اخر الله(ج) د دوی د ډیرو ظلمونو او ناروا کارونو له امله طالبان پرنازل کړه چی بیا دغه غریب اولس الله ته شکرونه ادا کول او دا حالت یې د سولي یو زیری و باله. لږ موده ورورسته هغه اش هغه کاسه سوه.
کرزی صاب! ستاسو په راتلو سره هم څه نصبي کراري راغله خو لنډه یې دا چي د هر حکومت په راتګ سره هم اولس خوشحالي کړې او دهر دور په تګ سره هم .
هر رژیم د اولس په زور راغلی او بیا یې په ډیره ناځواني سره د هغه اولس لاسونه تړلي او د دښمن په ډول سلوک یې ورسره کړی دی.
نوکه کوم ولسمشر ځانته د بابا، پلار، نیکه او… لقب ګټل غواړي نودي د خلګو پر زړونو پاچهاهي وکړي ښه پاچهاهي د خلګو پرزړونو پاچهاهي کول دي بیا به یې ولس نه هیروي، په رښتیا به یې د بابا، پلار او.. په لقب یاد کړي او په تګ به یی خواشیني وي.
۱۳۹۱-۱۰-۸