د پاکستان پنجاب ایالت ګوجرانواله ښار کې د ټوخي شربت تر څښلو وروسته دیارلس کسان وژل شوي دي د پنجاب اعلی وزیر ددغې پېښې د جدي پلټنې امر کړی دی د تېرې پنجشنبې په ورځ د ګوجرانوالې په بېلابېلو سیمو کې دغو کسانو د توخي شربت وڅښل، ساعت په ساعت یې روغتیايي حالت خرابېده.د پنجاب د روغتیا یوه مشر ډاکټر نثار چیمه ویلي، دوه کسان د سمې درملنې لپاره لاهور ته لېږدول شوي، خو هلته تر رسېدا وروسته مړه شوي دي.د پاکستان رادیو د یوه روغتون د چارواکو په حواله ویلي، چې دغو کسانو تر خپلې اندازې ډېر شربت څښلي دي.دوی دا هم ویلي، چې دغو کسانو د شربتو د ښه خوند له کبله ډېر شربت څښلي دي.تېره میاشت هم په لاهور کې د ټوخي د شربت څښلو له کبله یوویشت کسان مړه شول، چې په اړه لاهم پلټنه نه ده بشپړه شوې.ډاکټر چیمه ویلي، چې دغه شربت له هغو شربتو سره توپیر لري، چې تېره میاشت په لاهور کې ګڼو کسانو څښلي وو او ددوی د مړینې لامل شو.نوموړی زیاتوي چې د ټوخي شربت د اوو روغتیايي ډېپوګانو له لوري لیلام شوي وو، او جوړوونکي شرکت یې هم د لیلام اعلان کړی و.د پنجاب اعلی وزیر شهاز شریف له دغو پېښو خبر شوی او د جدي پلټنو امر یې کړی دی.