کور / راپور / د شهید اصحاب الدین د لوبو سیالۍ پای ته ورسیدي

د شهید اصحاب الدین د لوبو سیالۍ پای ته ورسیدي

د اسلام اباد په نړیوال اسلامی پوهنتون کې د افغان محصلینو د اتحادیه لخوا په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفارت په کومک د شهید اصحاب الدین ظهیر په نوم د لوبو سیالۍ په ۱۲/۱۳/۲۰۱۲ تاریخ په لار واچول شوي چې د سیالیو په افتتاحیه غونډه کې د افغانستان لوی سفارت مرستیال ښاغلی موسی عارفي د سفارت د فرهنګي اتشي مشر زردشت شمس، د کونسلي چارو مشر عبدالستار هوتک، او ښاغلي نقیب ابراهیم خیل سربیره د سفارت مامورینو،د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د شریعاتو پوهنځۍ استاد دوکتور فضل الرحمن د افغان محصیلنو د اتحادیه رئیس افضل خان فطرت او ګڼو محصیلینو برخه اخیسته وه هر یو په خپل وار سره خبري وکړې او محصلینو ته یی د زده کړو تر څنګ د ورزش او بدني روزني په اهمیت خبري او سپارښتني وکړي.
چی وروسته د دوه اونیو په دوران کی د اسلام اباد په نړیوال اسلامی پوهنتون کې د افغان محصلینو د فوټبال، کرکټ، ولیبال او توپ ډنډي لوبډلو تر څنګ په اسلام اباد کې د میشته افغانانو د فوټبال لوبډلي له یو بل سره د پوهنتون په لوبغالي کې سیالۍ تر سره کړي پدې سیالیو کې دفوټبال ۱۲ لوبډلو د کرکټ ۱۲ لوبډلو، د ولیبال ۴ لوبډلو او د توپ ډنډي ۴ لوبډلو ګډون کړی وه چی د فوټبال پای لوبي ته دافغان یونایټیډ او د افغان محصلینو لوبډلو لار ومونده چی په پایله کې افغان یونایټیډ لوبډلي د افغان محصلینو لوبډلي ته ماتې ورکړه او د لوبي اتلولي یې خپله کړه. د کرکټ په سیالیو کی شمشاد او آریانا لوبډلي مخامخ شوې چې د آریانا لوبډلي شمشاد لوبډلي ته په ماتي ورکول سره اتله شوه. د ولویبال په سیالیو کې سپین غر او آریانا لوبډلي پای لوبي ته ورسیدې او د آریانا لوبډلي سپین غر ته ماتي ورکړه او د لوبي اتلوالي یې په خپل نوم کړه. د توپ ډنډي په سیالیو کې البدر او د آریانا لوبډلو پای لوبه وکړه چې بې پایلي پای ته ورسیده.

او په ۱۲/۲۴/۲۰۱۲ تاریخ د افغان محصلینو د اتحادیي لخوا د سیالیو اختتامیه غونډه چې فرهنګي برخه یې هم درلوده جوړه شوه چې په کې د سفارت کارکونکو، د پوهنتون استادانو تر څنګ ګڼ شمیر محصیلینو برخه اخیسته وه. غونډه د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د حسن قرائت سیالی هم تر سره شوه. د سفارت په نماینده ګی ښاغلي زردشت شمس خبرې وکړي او د ورزش په اکاډمیک اړخ یی تفصیلي وینا وکړه او له محصیلینو او د اتحادیه له غړو یې مننه وکړه چې د سیالیو په ښه تنظیم کې یې نه ستړي کیدونکی هلي ځلي کړې دي. ورپسی استاد فضل الرحمن محصیلینو ته هر اړخیزه وینا وکړه. د غونډو په اوږدو کی د محصیلینو له خوا شعرونه، ادبي ټوټي او تمثیلي پرچي وړاندي شوي چې د غونډو ګډونوالو د خوښۍ سبب وګرځیدي.
ورپسې بریالیو لوبډلو ته د سفارت لخوا تیارشوې مډالونه او جایزي ورکړل شوي او د افغان محصلینو د اتحادیي د سپورت او نشطاتو څانکي مشر سید صلاح الدین بلال تر څنګ یو شمیر نورو هغو محصیلینو ته چي د سیالی په تنظیم کې یې خپلې هڅي کړې وي تقدیر نامی هم وویشل شوي. او د افغان محصلینو اتحادیي د سفارت کارونکو او استادانو څخه مننه وکړه چی هر وخت یې له دوی سره همکاري کړي او د دوی بلنه یې په ورین تندي منلي ده او د اتحادیه لخوا په مډالونه باندي ونزول شول. او غونډه د چایو په تفریحي پروګرام سره د استا خالد حاتم په دعا پای ته ورسیده.

دافغان محصلینو اتحادیه
داسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون