د کندهار د امنيه قومندانۍ اړوند ملي او محلي پوليسو د تيري اوونۍ په اوږدو کي د عملياتو پرمهال ٢١ تنه وسلوال نيولي او يو بل تن يي وژلى دى .
د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي چي د و سلوالو مخالفينو ترڅنګ يې د جينايي مجرمينو په لټه کي هم کوښښونه کړي او شل تنه نور يي چي په هغو جرمونو ککړ وه هم نيولي دي.
نوموړي چي نن پنځ شنبه يي د کندهار په امنيه قومندانۍ کي له رسنيو سره خبري کولي زياته کړه چي له سياسي مجرمينو سره يي په زياته اندازه وسلي ، مهمات او چاوديدونكي توكي هم نيولي دي .
د اطرافي په خبره چي په جينايي او د نشه يي توکو په جرايمو ککړو کسانو نيوني په ښار کي د امنيت سره مرسته کړي او د وسلوالو غلاوو پيښي هم ورسره کمي سوي چي د ښاريانو د رضايت سبب ګرځېدلي دي.
د امنيت امر د غلو د هغي وسلوالي ډلي په اړه هم معلومات ورکړل چي درې ورځي وړاندي د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کي د پوليسو لخوا نيول سوي وه او د کندهار کابل پر لويه لاره به يي له مسافرينو غلاوي کولي .