کور / تازه خبرونه / طالبان وايي ددولت په لسګونو کسان يې وژلي دي

طالبان وايي ددولت په لسګونو کسان يې وژلي دي

د طالبانو وياند قاري يوسف وايي چي نن ( پنجشنبې )سهار نهه بجې يې په غزني کي په دوو جلا جلا بريدونو کي د دولت پنځه موټر ويجاړ کړي او ۱۸ تنه ملي پوليس يې وژلي دي ، نوموړئ همدا راز وايي چي نن غرمه يې د غزني په قره باغ ولسوالي کي د دولت پنځه اکمالاتي موټرونه ويجاړ کړي د ي، قاري يوسف وايي چي د قره باغ په بريد کي دمرګ ژوبلي په اړه خبر نه لري .