کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني يو بهرنى وواژه

د ماين چاودني يو بهرنى وواژه

لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په سهېل کي د دوى يو عسکر وژل سوى .
خبرپاڼه نن ورځ د افغانستان پر دوولس بجې او څليروېشت دقيقې لراوبر ته رالېږل سوې او پکښي د يوه بهرني د وژل کېدو خبر ورکړل سوى دئ
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوى بهرنى هويت او د وژل کېدو کره ځاى نه دئ په ډاګه کړى
وسله والو طالبانو او سلامي حزب د ا فغانستان په بېلابېلو سيمو کي پر بهرنيانو د بريدو ادعا کوي او وايي چي بهرنيانو ته ئې مرګ ژوبله اړولې.
د يادوني وړ ده چي نن ورځ د افغانستان په پلازمېنه کابل کي هم يوې ښځينه افسري خپل مشاوير په ډزو وواژه .