تورخم : افغان چارواکو په افغانستان کې د پاکستان خواري کښ د بېرته راستنېدو پر مهال وهلي او پاسپورټونه يې ورته شکولي دي. پاکستاني ځواکونو د دې کار په غبرگون کې په احتجاجي توگه د تورخم دروازه تړلى ده.دپاکستان امنيتي سرچينو څرگنده کړې چې وهل شويو خواري کښو ويلي دي چې نهه ويشت خواري کښ پاکستان ته راتلل، چې کابل ته نږدې افغان امنيتي ځواکونو ودرول او د پلټنې پر مهال يې ١٩ خواري کښ ووهل او پاسپورټونه يې ورته وشکول چې په غبرگون کې د پاکستان امنيتي ځواکونو د تورخم دروازه تړلې ده.