د امريکا اولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ملي امنيت د رئېس اسدالله خالد د پوښتني له پاره هغه روغتون ته ورغلى چي پکښي د نوموړي درملنه کېږي.
په امريکا کي د افغان سفارت څخه خپره سوې خبرپاڼه ليکي چي اوباما د نوموړي د حالت پر ښه کېدو خوښي وښوده او هيله ئې څرګنده کړه چي نوموړى به ژر تر ژره جوړ سي او د خپلي وظيفې پر لور به ستون سي .
پر اسدالله خالد د ډيسمبر پر شپږمه په خپل مېلمستون کي ځانمرګى بريد وسو چي نوموړى پکښي ټپي سو ، لومړى ئې درملنه په افغانستان کي دننه د بګرام په هوايي ډګر کي کېده او وروسته بيا امريکا ته د درملني په موخه ولېږدول سو.
نوموړى ته د افغان اولسمشر حامد کرزي د پوښتني ترڅنګ په افغانستان کي د ناټو عمومي قوماندان هم پوښتني ته ورغلى وو او د هغه د درملني د کټ سره څو شيبې د خپګان ښکاره کولو په نيت تم سوى وو .
تر هغه وروسته دا لومړى لوړپوړى بهرنى دئ چي خالد پوښتني ته ورځي .
پر نوموړي تر بريد وروسته سمدستي وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت پر غاړه واخيست خو افغان اولسمشر حامدکرزي د هغه د پوښتني پر مهال وويل چي دا بريد په کوټه کي جوړ سوى وو او په دې اړه به د پاکستاني اړونده چارواکو سره خبري کوي .
د افغان اولسمشر د دې څرګندونو وروسته سمدستي پاکستان پر اسدالله خالد بريد وغانده او په دې اړه ئې هر ډول ادعاوي رد کړې.