د نيمروز ولايت دمرکز زرنج ښارڅخه خبری سرچینې وایی چي نن جمعه دجدی په اوله نیټه دیوه ماين په چاودنه کې د پنځوعامووګړيو په ګډون اووه تنه ووژل شول.
دنیمروز چارواکي وایی چې دغه ماين تيرماښام دپوليسو په يوه رېنجر موټر كې هغه وخت وچاودیدي ،چې په جنايي جرمونو تورن پنځه کسان يې له درېيمې امنيتي حوزې څخه وامنيي قوماندانۍ ته لېږدول.
په وژل شو کسانوکي یوتن دپولیسوافسر،یوتن پولیس او پنځه تنه په جرمونو تورن کسان دي .په دغه پیښه کي یوه ښځينه پولیسه هم ټپی شویده.
دنيمروز دامنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديرادعا وکړه، چې دغه چاودنه دوسلوالو مخالفينوکاردى او ددي پیښي په تور يې درې تنه نيولي دي.
خو تر دي مهاله هیچا ددې پېښې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
دیا دوني وړده چي څوورځي مخکي ددی ولایت دامنیه قوماندان سمونوال محمدموسی رسولي هم دهرات په ولایت کي دماین دیوي چاودنې له امله ووژل سو.