کندهار افغانستان-کندهار والي وايي چي د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره دي د بزګرانو روا محصولاتو ته د افغانستان دننه او دباندي با ثباته مارکېټونه پيدا سي.
هغه چي نن ماپښين يې د خپل کار په دفتر کي د نشه يي توکو د محوي او کنټرول په برخه کي د د امريکا سفارت د خاص استازي او په کابل کي د امريکا دنړيوالي پرمختيايي ادارې له لوړ پوړي نماينده سره خبري کولې زياته کړه چي په کندهار کي د نشه يي توکو کښت د اقتصادي مجبوريتونو پر اساس کيږي.
والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل، که چيري نړيواله ټولنه او افغان دولت په ګډه د روا محصولاتو لپاره مارکېټونه پيدا کړي او د بزګرانو اقتصادي ستونزي حل کړي نو هيڅ څوک به بيا تارياک ونه کري.
د کوکنارو کښت د کنټرول او له منځه وړلو په برخه کي د کندهار ولايت لپاره د امريکا د متحدو ايالاتونو د سفارت نماينده مايکل هيګن وويل چي په دې برخه کي يې له وزارت سره هم کار کړى او دى فکر کوي چي سږ کال به د بزګرانو لپاره نور کارونه وسي او په څنګ کي به ورسره د تارياکو اړولو کمپاين يوازي په مشخصو ساحو کي نه، بلکه په ټولو هغو سيمو کي وسي چي کوکنار پکښي کرل سوي وي.
نوموړي همداراز زياته کړه، داسي بريښي چي سږ کال به د کوکنارو کښت د اړولو پرمهال د UNODC پر ځاى د سيمي څخه ځايي کسان مقرر سي چي د اړول سوو کښتونو شمېر او اندازه معلومه کړې.
په ننۍ جلسه کي همداراز د امريکا د نړيوالي پرمختيايي ادارې USAID لوړ رتبه استازي آرمينډو بونزاى هم په خپلو خبرو کي د ولايتي ادراې پېشنهادونه خورا د کار وړ او پر ځاى وبلل او زياته يې کړه چي دى به دغه پېشنهادونه ټکي په ټکي تر خپلو اړوندو څانګو رسوي او د عملي کېدو لپاره به يې لاري لټوي.
نوموړي زياته کړه چي د کندهار ولايت لپاره د فوډ زون پروګرام پر ډيزان باندي کار پيل سوى او دوى په دې برخه کي د مرکزي ادارې سره په کراتو کښېنستلي او ددې پروګرام د چټکتيا او ژر استفادې په خاطر يې ورسره خبري کړي دي.
هغه همداراز وويل پلان و چي دغه پروګرام د کندهار په ګډون په شپږو ولايتونو کي پيل سي خو مرکزي ادارې ځکه تر ټولو وړاندي کار دلته پيل کړى چي دغه ولايت د ټولو لپاره اساسي اهميت لري.
کندهار والي د USAID استازي ته په خطاب کي وويل (( هر هغه پروګرام چي د کندهار لپاره پلانيږي او دلته عملي کيږي بايد له سره تر پايه پکښي د ولايتي ادارې استازي شموليت ولري او د هغوى په خوښه وسي ځکه وزارتخاني نه سي کولاى په ښه توګه سره د کندهار د ضرورتونو نمايندګي وکړي.)).
نوموړي زياته کړه چي بايد د فوډ زون په پروګرام کي د هغو سيمو لپاره چي د تارياکو د کرلو په برخه کي شهرت لري په مشخصه توګه پروژې ډيزاين سي او هلته لا نور کارونه وسي ترڅو بزګران ددې کښت څخه ډډه وکړي.