کور / تازه خبرونه / دخوست مېشتو بېوزلو مېرمنو او معلولينو سره دبايسکلونو او خیاطۍ ماشينونو مرسته وسوه

دخوست مېشتو بېوزلو مېرمنو او معلولينو سره دبايسکلونو او خیاطۍ ماشينونو مرسته وسوه

په خوست کې د٨٠په شميره بې وزله کسانو سره دولايت مقام دځانګړې بودجې څخه مرسته وشوه.

دقوس دمياشتې په ٢٨نېټه په خوست ولايت کې د٨٠کسانو معيوبينو ،معلولينو اوبې وزله مېرمنو سره دولايت مقام دځانګړې بودجې يعنې PBGF لخوا د٤٠ پايو بايسکلونو او ٤٠ د خياطۍ ماشينونو اونورو سامان الاتو مرسته وشوه ،ديادې مرستې دتوزيع په مراسمو کې دولايت مقام اداري رئيس ظاهرطوطاخيل ،دولايت مقام دعامه اړيکو مسوول بريالي روان ،دواليانو دکړنوپربنسټ ولاړې بودجې PBGF ادارې نماينده روح الله سلطاني ،دکار،معيبوبينو ،معلولينو اوټولنيزو چارو رئيس کمال الدين ځدراڼ او دمېرمنو چارو رئيسې اغلې خاور اميري برخه درلوده.

دولايت مقام دعامه اړيکو مسوول بريالي روان دمعيوبينو ،معلولينو اوبې وزله ميرمنو سره دشوې مرستې په تړاو وويل چې ياده مرسته دولايت مقام دځانګړې بودجې څخه شوې ده چې په کې دميرمنو لپاره دفني اوحرفوي زده کړو په خاطر دخياطۍ ٢٠ماشينونه دښځو چارو رياست ،٢٠دخياطۍ ماشينونه دکاراوټولنيزو چارو رياست په چوکاټ کې معيوبينو اوبې سرپرسته کورنيو سره شوې ده ،ددې ترڅنګ په دغه مرستو کې دمعيوبينو لپاره ٤٠بايسکلونه هم اخيستل شوې دي .

دولايت مقام دعامه اړيکو مسوول وويل چې دمېرمنو اومعيوبينو لپاره دحرفوي زده کړو دوه مياشتنې کورسونه هم په لاره اچول شوي و چې دخياطۍ دماشيونوپه وېش سره پاى ته ورسيدل ،دنوموړي په خبره چې ددغه شوې مرستې ټول لګښت پنځه لکه ،پنځوس زره ،څلورسوه افغانۍ کيږي چې دولايت مقام په لارښوونه او دواليانو دکړنوپربنسټ دولاړې بودجې څخه ورکړل شوى دى.

بريالي روان زياتوله چې دواليانو دکړنوپربنسټ ولاړه بودجه په دغه ولايت کې دظرفيت لوړونې ،ادارو داکمال ،تجهيز ،پياوړتيا ،ځوانانو لپاره دکورسونو دجوړيدو ،دمهمو پروګرامونو دپلي کيدواوبې وزله کسانو سره دمرستو کولو په برخو کې په مصرف رسيږي ،نوموړي په خبره چې ددغه مرستو لړۍ به دوام په پيدا کړي اوپه يادو برخو کې به له پلان سره سم په لګښت ورسيږي .

دواليانو دکړنوپربنسټ دولاړې بودجې دادارې نماينده روح الله سلطاني په خپلو خبرو کې وويل چې دغه بودجه دولايت مقام په لارښوونه دښې حکومتدارۍ دبنسټونو دتقويت ،بې وزله کسانو سره دمرستې اودادارو داکمال په برخه په مصرف رسيږي ،نوموړي وويل که له دغه مرستو څخه په ښه توګه ګټه پورته شي ،دادارو اوخلکو په وړاندې به ډيرې پراتې ستونزې هوارې شي .

سلطاني زياتوله چې دوى دمنظمو پلانونوپه اساس کارکوي ،که چيرې حکومتي ادارې دولايت مقام له لارې دوى ته اساسي وړانديزونه وکړي نو له دې لارې به دولايت په پرمختګ اودخلکو دژوند په ښه والي اغيزمن پروګرامونه پلي شي.

دمعيوبينو ،معلولينو ،کاراوټولنيزو چارو رئيس کمال الدين ځدراڼ او دمېرنو چارو رئيسې اغلې خاور اميري دغه ډول مرستې دبې وزله کسانو دژوند په ښه والي کې ګټورې يادې کړې دوى له خوست ولايت مقام څخه مننه وکړه چې ديادو رياستونوپه چوکاټ کې يې بې وزله کورنيو سره دغه ډول مرستې کړې دي ،له ولايت مقام يې غوښتنه وکړه چې په خوست کې د اړو کورنيو سره داډول مرستو ته لا دوام ورکړي. ددوى وويل چې دخياطۍ دزده کړې له لارې بې وزله کورنۍ کولى شي خپلې اقتصادې ستونزې هوارې اويوه مړۍ حلاله روزي پيدا کړي.

نوپه همدې اساس يې دولايت مقام اومرستندويه ادارو څخه غوښتنه وکړه چې دحرفوي زده کړو اوکاري فرصتونو دايجاد په برخه کې اساسي تلاش وکړي ترڅوپه دې ولايت کې دبې کارۍ ستونزه راکمه شي اوبې وزله کورنۍ وکولى شي خپلې اقتصادې اړتياوې په اسانى سره پوره کړي.