کور / تازه خبرونه / داسرائیلودبهرنیوچارو وزیردبي اعتمادی په تور له دندي څخه ګوښه شو

داسرائیلودبهرنیوچارو وزیردبي اعتمادی په تور له دندي څخه ګوښه شو

دبهرنیورسنیوله مخې داسرائیلودبهرنیو چارووزیر لیبرمن چي دبې اعتمادۍ اوجعل کارۍ په تورونوکي ښکیل دی دخپل مقام څخه یي استعفا کړیده.
اویګدرلیبرمن دجمعې په ورځ ویلي و،چې ددغو تورونوله کبله چې یوه ورځ مخکي دیوی محکمي لخوا ورباندې لگول شوی وه ،استعفا کوي.داسرائیلودستری محکمي یوه لوړپوړي چارواکي دپنجشنبي په شپه ویلي و،چي دلیبرمن په اړه دپلټنولړۍ په یوه نیمه لسیزه موده کي دفساداوجعل کاری تورونه لګیدلې وو،چي دمګړۍ نومړۍ بایددسپیناوی لپاره دعدالت محکمي ته معرفي شي.لیبرمن پرخپل ځان ټول تورونه ردوی اووایی ،چي ددغه تورونو دسپیناوی لپاره ّهڅه کوی خپله بیګناهی ثابته کړی اوبیا بیرته دولت راشي.
لیبرمن په روسیه کي زیږدلې دی او پنځلس کاله مخکي یي داسرائیلو دښي لاسه ګوند(اسرائیل بیتینو)جوړکړي او دروسي څخه دراغلو میشتومهاجروپه ملاتړ ددولت په سیاسي ډګرکي دائیتلاف پیاوړی ګوند وپیژندل شو.داسرائیلوحکومت دلوړپوړوچارواکودفساداودرغلیو په تورونوکي لوی نوم لری.په تیرولوړپوړوچارواکوکي داسرائیلوپخواني ایران اصله ولسمشر،موشه کاتسو،داسرائيلو پخوانې لمړی وزیراهوداولمیرت ،دسوداګری وزیر اودنور ولوړپوړوچارواکو نومونه یادولې شو، چي ځیني یی په بندیخانوکي شپی اوورځي تیروی او نور یي دعدلي څیړني لاندې دي.
داسرائیلوپربهرنیوچارووزیر لیبرمن باندي دوولس کاله مخکي دفساداودرغلي تورلګیدلی و، چي نومړۍ دمحکمي دډیری اوږدي مودي پریکړو ته انتظاروویست.
دمحکمي وروستي پریکړه پرلیبرمن باندي په داسې حال کي سرته رسیږي، چي اسرائیل دنووټاکنو په درشل کي کرار لري اودلیبرمن خواخوږي په ځانګړي توګه اسرائیلي میشت روسان پرلیبرمن باندي دمحکمي دتورونوسره سره بیاهم دده سره مله دی اودښي لاسه ګوند رایه نده کمه شوی .دټاکنومخکیني نظر اچوني ښیی چی دلیبرمن(اسرائیل بیتینوګوند)به په راتلونکي ټاکنوکي د ۱۲۰ چوکیوڅخه ۳۷تر۳۹ چوکي لاسته راوړي.
داسرائیلو ټاکني۳۹ ورځي وروسته دنوی ۲۰۱۳میلادی کال په جنوری کي سر ته رسیږی.