کور / تازه خبرونه / هلمند: د واكسين كمپاين پيل سو

هلمند: د واكسين كمپاين پيل سو

په هلمند كي د گوزڼ يا پوليو ناروغى په وړاندي د واكسين كمپاين پيل سو
دغه كمپاين د يكشنبې په ورځ ددي ولايت له نادعلي ولسوالى څخه د هلمند والي محمد نعيم او ځينو نورو چارواكو د يو سفر پر ترڅ كي پيل كړ .
ياد سوى كمپاين چي درى ورځي به دوام وكړي د ۱۷۲۹ تنو رضا كارانو لخوا په ښار او ځينو ولسواليو كي پر مخ وړ كيږي . چي پر مهال به يي ټول څه كم پنځه سوه زره هغه ماشومان چي عمرونه يي له نځو كلونو څخه كم دي واكسين كړل سي .
ددې كمپاين د پيل پرمهال د هلمند والي محمد نعيم او د هغه مرستيال مسعود بختور د هلمند له اوسيدونكوڅخه وغوښتل چې خپل ماشومان د واكسين د كمپاين ډلوته ورولي او واكسين يي كړي ترڅو په راتلونكي كي په دي ولايت كي د گوزڼ د ناوړه ناروغى ټغرټول سي.