کور / تازه خبرونه / په بغلان کښي دناټو څلور ټانکره تېل وسوځېدل

په بغلان کښي دناټو څلور ټانکره تېل وسوځېدل

دبغلان چارواکو خبر ورکړ چي دیکشنبې په ورځ( ۱۶مه ډیسمبر ۲۰۱۲) دخنجان په دره کښي دناټو څلور ټانکره تېل وسوځېدل. دیاد ولایت دپولیسو مشر حبیبب الله رسنیو ته وویل چي دموټروانانو دبې احتیاطي او او بې غوري له سببه دناڼو څلور ټانکره تېل وسوځېدل او زیاته یې کړه چي اور دشنبې په ماښام بل سو چي په نیتجه کښي یې نهه دوکانونه وسوځول. په دې ورستیو کښي دبغلان او بلخ پرلو لار راز- راز ترافیکي پښي دیادوني وړ دي.