پژواک خبري اژانس نن دغوايي په پنځمه نېټه خپله څلورمه کليزه ديولړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.
په هغه غونډه کې چې دپژواک خبري اژانس په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه داطلاعات اوکلتور دوزير ترڅنګ په کا بل کې دډيرى شمير سفارتونو سفيرانو ، درسنيو مسولينو خبريالانو ،ليکوالانو ،اودنظر خاوندانو ګډون کړي وو .
پژواک خبري اژانس يوخپلوان افغاني اژانس دي اوڅلور کاله وړاندې په افغانستان کې فعاليت پيل کړي دي چې په پښتو درې انګريزي ژبو باندې ورځني پيښې اوافغانستان په اړه مهمې مسلې خپروي
دپژواک خبري اژانس کليزه به پخوا دخبري ناستې په شکل لمانځل کيده ولي سږکال ويناوي نه وي .