کور / تازه خبرونه / پنيتا:کرزی دامریکا ښه دوست اودهغه کړني ستایو

پنيتا:کرزی دامریکا ښه دوست اودهغه کړني ستایو

دامريکا ددفاع وزيرليون پنيټا تېره شپه په کابل کې له ولسمشر حامدکرزي سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چي کرزي دافغانستان دلسوکالوپه موده کي په بیارغونه کي ډیر کارونه کړیدی اوموږ ورته په درنه سترګه ګورو، هغه زیاته کړه چي دکرزي حکومت دامریکي دحکومت سره په ګډه دافغانستان د بیارغونې په چاروکي ډیر پیاوړی اوکوټلي ګامونه اخيستې دي،چه زموږ دقناعت وړدی. هغه داهم وویل چي کرزی دامریکا دډیرونیږدو ښودوستانو څخه ګڼل کیږی اودهغه هڅې دستایني وړبولو.
ټاکل شوېده، چې دنوی میلادی کال په لمړیوکي به ولسمشر حامدکرزى وامریکاته رسمي سفر وکړی . او دده دسفر موخه ددواړوهیوادو تر منځ دامنيتي سند لاس لیکول او تر ٢٠١٤ میلادی زيږديز کال وروسته دامريکايي سرتېرودقضايي خونديتوب اوپه افغانستان کې دسرتېرودشمېر دپاتې کېدو په اړه دخبرو اترو اجندا وی .دکرزي دغه سفردهغه دامريکايي سيال بارک اوباما په بلنه په راتلونکې مياشت کي ( د٢٠١٣ جنوري)کې ترسره کيږي.
حامد کرزي پرون دلیون پنیتا سره په دغه ناسته کې وويل، چې له اوباما سره په خبرو کې به د نورو مسايلو ترڅنګ، د امنيتي سند او تر ٢٠١٤ زيږديز کال وروسته د امريکايي سرتېرو د قضايي خونديتوب او په افغانستان کې د سرتېرو د شمېر د پاتې کېدو په اړه به خبرې اترې وکړي.
هغه زياته کړه: (( مخکې تر دې، چې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شتون قانوني شي، موږ له امريکا څخه د يوه معتبر سند غوښتونکي يو.))
کرزی وويل، چې دامريکا له دفاع وزير سره په پرونۍ ليدنه کې، د دواړوهيوادو ترمنځ داړيکو، ستراتيژيک تړون، امنيتي سند اودملي اردو دسمباليدو په اړه خبرې شوېدي.
هغه زياته کړه: ((کله چې د افغانانو شرایط ومنل شول، نو زه به خپل اولس ته مراجعه وکړم او د امریکایي ځواکونو د مصوونیت مسئله به ورسره مطرح کړم.))
په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د قضايي خونديتوب مسئله د دواړو هېوادو ترمنځ د اختلاف يو مهم ټکى دى، چې له دې څخه مخکې، ولسمشر حامد کرزي خبردارى ورکړى و، چې که په افغانستان کې امريکايي سرتېري د کوم جرم مرتکب شي او قضايى خونديتوب ولري، افغانستان به دغه امنيتي سند لاسليک نکړي.
همداراز د امنيتي سند په اړه ، چې ټاکل شوې د هغه پر اساس له ٢٠١٤ کال وروسته يو شمېر امريکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي، تېره مياشت په کابل کې ددواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ خبرې شوي او ټاکل شوې ده، چې د خبرو اترو دويم پړاو به په نږدې راتلونکي کې پيل شي.
همداراز ولسمشر کرزي وويل، چې له پنيټا سره په خبرو کې په افغانستان کې د امریکا د زندانونو په اړه هم مثبتې خبرې په داسې حال کې وشوې، چې د زندانونو د تړل کېدو موضوع افغانستان ته مهمه ده.
په پروان ولايت کې د بګرام زندان،د امريکايي ځواکونو له هغو زندانونو څخه شمېرل کېده، چې پخوا څو څو ځله د دولت پلاوو او د بشر حقونو ټولنو د امريکايي سرتيرو لخوا له زندانيانو سره د بد چلند، ځورونو، سپکاوي او آن د لوڅولو د پېښو رپوټونه ورکړي وو.
د امريکا دفاع وزير د تېرې شپې په خبري ناسته کې د افغانستان د سولې بهير په اړه وويل، چې ددغه بهير پر وړاندې ځينې ستونزې موجودې دي.
خوپنيټا زياته کړه، چې په پاکستان کې د تروريزم خوندي پټنځايونه ددغو ستونزو له جملې څخه دي، چې امريکا په دې اړه له پاکستاني چارواکيو سره هم خبرې کړې دي.
هغه ټينګار وکړ، چې امريکا له افغانستان سره د اوږدمهاله مرستو په اړه په خپله ژمنه ولاړه ده او دغه هيواد به يواځې نه پريږدي، خو يواځې به د خپلو سرتېرو شمېره کمه کړي.
پنيټا ددې خبرې په کولو سره ، چې امريکا په افغانستان کې ډيرې قربانۍ ورکړي ،چې بايد هيرې نشي، وويل: (( موږ په افغانستان کې له دوو زرو څخه زيات سرتېري له لاسه ورکړي ، په زرګونه نور ټپيان شوي، افغانان بايد دغه ټکي ته پاملرنه وکړي.))
هغه چې افغانستان ته يې اته ځله سفرونه کړي، يادونه وکړه، چې امريکا د افغانستان مشرتوب او ملي حاکميت ته ژور درناوى لري.
د يادونې وړده، چې امريکا په افغانستان کې له ٦٠ زرو زيات سرتېري لري، چې دناټو ځواکونو په چوکاټ کې له ټولوغړيوهېوادونو څخه ډېرسرتېري شميرل کيږي . دامریکا دجمهور رییس بارک اوباما اودبهرینو چارو دوزیر ی هیلاری کلینتن په رسمي ډول دروان کال داکتوبر په میاشت کي وویل چي دلسوکلنوپه موده کي له مخا لفونوسره په جګړه کي یی له دوه زره ( ۲۰۰۰)څخه زیات امریکا یی سرتیری وژل شوی او زیات شمیر یی ټپیان شویدی.