ډېر وخت پخوا، چی دنیا نوې جوړه سوې وه یو ښکاري په یوه کلي کي یوازي په یوه کور کي ژوند کاوه. دی د نورو ښکاریانو سره ښکار ته نه تلی. ده به صبر کاوه تر څو چي نور ښکاریان به کور ته د ښکار څخه راتله نو ده به لار ورته نیولې وه او هغه د شا ښکاري به ئې د ونو شا ته کش کړ او مړ به ئې کړی. بیا به ئې نو د هغه برخه غوښي واخیستې. په دغه ډول ئې ژوند کاوه. دغه کار ئې د ډېر عمر لپاره وکړ تر څو چي نور ښکاریان پوه سول چي څوک د دوی ملګري وژني. نو ئې یو سهار نېزې راواخیستې او د وژونکي ښکاري کور ته ولاړه. دوی کرار کرار ورتله څو ښکاري ویښ نه سي خو د یوه ښکاري پښه د یوه لرګي څخه وموښته او یو څه ږغ ئې جوړ کړ. په دې ږغ باندي ښکاري ویښ سو خو سترګي یې خلاصي نه کړې. فکر ئې وکړ چی یو موږک وو. بیا د یو بل ښکاری لاس د پاڼو څخه وموښتی. بیا هم ښکاری پام ورته ونه نیوی. فکر ئې وکړ چي یوه خزدکه به وه. په دغه حالت کي د دوو ښکاریانو نېزې یو د بل سره وموښتې او شرنګی یې وکړ. خو بیده ښکاري فکر وکړ چی مرغه به وو. خو په حقیقت کي یو لا نه وو.
کله چي ټوله ښکاریان ده ته ښه نژدې سول، نو ئې دی په خپلو نېزو په شا کي ووهی، خپلي نېزې ئې د ده په شا کي پرېښولې او ولاړه. دوی فکر وکړ چی هغه مړ سو خو هغه نه وو مړ. کله چی ښکاریان ولاړه نو دی په څلورو پښو باندي وڅکېدی او په هغه غار چي ده پخوا لا جوړ کړی وو ننوتي. ده کوښښ وکړ چي نېزې د شا څخه راوباسي خو کامیابه نه سو. نو تر اوسه پوري دی په څلورو پښو ځي او هغه نېزې ئې په شا کي بندي دي. خلګ ئې زیږګی بولي.
د دې نکل څخه موږ زده کوو چي د ظلم پای بد دی.
( د استرالیا د هیواد څخه)