د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر په دوهمه نېټه د ننګرهار پوهنتون ریاست لوړ مقام د ويښ افغان ټولنيز اصلاحي تحريک څو تنه محصل غړي چې د وینې په کمپین، چاپیریال ساتنې، د محصلینو تر منځ د همغږۍ پیداکولو او د مثبت بدلون په راوستو کې نه سټړې کېدونکې هلې ځلې کړې وې، په یوه پرتمینه غونډه کې په ستاینلیکونو و نازول شول. د غونډې مشري ډاکټر زرعلي معروف او د درېځ او سکرتریت چارې یې نظیف الله ځیرک پر مخ وړلې، په غونډه کې د ننګرهار پوهنتون رئیس ډاکټر محمد صابر مومند، اداري مرستیال محمد آغا، د لوړو زده کړو وزارت خدماتي څانګې نماینده ډاکټر سید رحیم خانزاده، د سوداګرۍ پوهنځي رئیس سید داؤد صمیم، د ساینس پوهنځي رئیس پوهندوی محب الرحمن جنتي، د ویښ افغان غړو، لسګونو محصلینو او د سیمه یيزو رسنیو نماینده ګانو ګډون درلود. غونډه د سهار په لسو بجو د قاري صيب زین الله له لورې د قرانکريم په څو مبارکو اياتونو پيل شوه.
د پرانیستې وینا لپاره د ویښ افغان غړی او د جلال آباد څانګې مشر ډاکټر زرعلی معروف درېځ ته راوبلل شو، معروف صیب له ګډونوالو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې: دا ډیر د افتخار ځای دی چې موږ او تاسو په ننګرهار کې د مثبت بدلون لپاره مشترکې هلې ځلې کوو، دا ډیر د خوښۍ ځاې دی چې ځوانان او محصلین خپله انرژي د وطن د سوکالۍ لپاره مصرفوي، په ډیري پوهنتونونو کې ډول ډول هڅې رواني دي خو ننګرهار پوهنتون په ټولنیزو فعالیتونو کې د ټولو پوهنتونونو لومړی مقام لري. ای ځوانه نسله د ټوپک پر ځاې د قلم سره مینه وکړئ او موږ باید خپلې وینې د بل لپاره تويې نه کړو. تیره ورځ یو ځوان ډاکټر چې د خلکو د خدمت لپاره د دندې په لور روان ؤ په یوه بمې چاودنه کې له منځه لاړ، زموږ په ګران ټاټوبې کې به دغه ناخوالې تر څو وي او موږ به د نورو خلکو د موخو لپاره تر څو ښکار کیږو، ویښ افغان اصلاحې تحریک هڅې کوي تر څو په ټولنه کې مثبت بدلون منځته راولي، ستاسو د سوکالۍ په هیله!
د ننګرهار پوهنتون رئیس ډاکټر محمد صابر مومند دریځ ته د وینا لپاره راوبلل شو، مومند صیب وویل: زه د ویښ له افغان اصلاحي ټولنې څخه د زړه له کومې مننه کوم چې موږ سره یې په خدماتي فعالیتونو کې فعاله ونډه اخیستې، دغه احساس وړه خبره نه ده، دا د ویښ افغان ډیره لوړه هڅه ده، له لارې څخه یو اغزی لرې کول صدقه بلل کیږي نو د ویښ افغان ټولنې ورته فعالیتونه هم د ثواب او صدقې نه کم نه دي. موږ که خپل ښارونه وګورو نو ډیرې ښکلې ښکلې بنګلې او قصرونه تر سترګو کیږي؛ خو متاسفانه چاپیریال مو ککړ دی او د بنګلو مالکان خپل دننه کور پاک ساتي خو د کور مخه یې له ککړتیاوو خالې نه وي. د چاپیریال ساتنې او پاکوالي روحیه به زموږ په ټولنه کې کله راځي؟ ځوانان باید په اشر او رضاکارانه کارونو کې فعاله ونډه واخلي، پر مخ تللي هیوادونه د اقتصاد د پیاوړتیا سره سره په رضاکارانه فعالیتونو کې برخه اخلي. زه مخکې ورځو کې د پوهنتون روغتون ته تللی ؤم او د پرسونل موجودي مې وکړه، ټول هغه ډاکټران چې نه ؤ راغلي ما ناسوب کړل، د روغتون په واټونو مې ګشت کاوه یو بوډا سړی مې خواته راغی او ویې ویل چې زه د لعلپورې ولسوالۍ اوسیدونکی یم او زما یوه لمسۍ چې د لسو میاشتو ده او د تلسیمیا په بیمارۍ اخته ده او زه وینې ته اړتیا لرم ماسره همکاري وکړه، ماسره سرطبیب ولاړ ؤ هغه راته وویل چې موږ الحمدلله د ویښ افغان ټولنې په همکارۍ د وینې بانک کې کومه ستونزه نه لرو، موږ سره سلګونه ځوانان او محصلین ثبت دي، د ناروغ لپاره چې څومره وینه پکاریږي موږ یې لرو. داچې زه د یوې خوا هغه بیمار ته خواشینی ؤم خو له بلې خوا مې د خوښۍ احساس وکړ چې ویښ افغان ډیر موثر فعالیتونه ټولنې ته وړاندي کړي دي، الله تعالی دې ټولو ته اجرعظیم ورکړي او هر قدم مو په تله د میزان کې حساب شه.
د اقتصاد پوهنځي رئیس سید داؤد صمیم په خپل وار وویل چې دا ډیر د خوښۍ ځای دی چې د مکافاتو او مجازاتو فرهنګ د لومړي ځل لپاره دلته پلې کیږي، زه د ویښ افغان نهضت څخه مننه کوم چې د ملت د سوکالۍ، یووالي او سولې لپاره کار کوي.
او په پاې کې د ویښ افغان اصلاحې تحریک فعاله غړو هر یو دلاور رضا او اسماعیل هوتک چې د ساینس پوهنځي محصلین دي او عبدالحنان صوفي زي ته چې د اقتصاد پوهنځي محصل دی، د ننګرهار پوهنتون د ریاست لوړ مقام له خوا ستاینلیکونه ورکړل شول چې د ګډونوالو په ډيرو چکچکو بدرګه شول. غونډه د ډاکټر شفیع الله احمدزي په دعایه پاې ته ورسیده.