نن دوشنبه غرمه دري بجي د روزگان ولايت په مرکز ترينکوټ کې موټر سيكل بم چاودنې دولسوو تنو ته مرګ ژوبله واړول .
د روزګان د والي وياند عبدالله همت وايي چي چاوديدونکي توکي په يوه موټر سايکل ځاي پرځا سوي وه او هغه مهال چاودنه رامنځ ته سوه كله چي د ملي اردو د سرتيرو موټر د سړك څخه د تيريدو په حال کې وو.
د همت په خبره چي په پيښه كي دري تنه ملکي كسان چې يو يې ماشوم يوه ښځه او يو تن يې سپين ږيري دي وژل سوي او نهه تنه نور ټپيان دي چي په ټپيان كي ۲ تنه د ملي اردو سرتيري او پاته نور يي ملكي كسان دي .
د پيښي مسوليت لا تر اوسه كومي وسله والي ډلي په غاړه ندي اخيستي .