يو متل دئ چي واى هم درڅخه مرم او هم درپيسي مرم ، هر کله چي يو د انسانيته ليري کار ووينم نو دا متل مي تل سترګو ودرېږي او وايم چي خدايه موږ به څه کوو ، آخر تر کمه به دا حال وي کله کله د ځان سره ووايم چي ځه غم ئې مه کوه کېداى سي چي امريکايان به د افغانستان څخه ووزي.
هيواد به وي، ازادي به وي، خپله اردو او پوليس به لرو ، موږ به خپله، خپله واک په لاس کي واخلو ، ګوندي خداى وي چي ګاونډيان نور راڅخه لاس واخلي ، ملک مو ازاد سي ، خداى پاک به مو د هغو د لاسه خلاص کړي چي اوس ئې دا باتور قام ته دعزت او برم پر ځاى بې عزتي او بې پتي او سرټيټي را وړې او د هغوى په ميو مست دي، او خپله بقا د هغوى په بقا کي ويني.
او تل زړه ته په همدې خبرو تسلي ورکوم خو بدبختانه چي کله کله اوسني پوليس داسي کارونه کوي چي سړى بېخي نا اميده کړي چي ټول هيواد ئې د بدو اعمالو قرباني سوى دئ چي يو پکښي زه يم . څه موده وړاندي د شپې له خوا د سپورټ يا ورزش په نيت له کوره راووتم او يوه ملګري ته چي مخکي مو لا ژمنه سره کړې وه چي د شنبې د ورځي څخه به سپورټ پيلوو ، زنګ وواهه او هغه راته وويل چي ته د خپل کور له خوا را روان سه او زه به د دې يعني د خپل کور له خوا در روان سم او په عيدګا دروازه کي به سره مخامخ سو.
کله چي زه عيدګا دروازې ته راورسېدم ملګرى مي د لودين هوټل مخ ته د را رسېدو په حال کي وو او زنګ ئې را وواهه ما ئې ټليفون جواب نه کړ ځکه ليدئ مي چي زما څخه په لږه فاصله ولاړ دئ . ورغلم ستړې مه سې مو سره وکړه او سلا او مشوره مو وکړه چي پر کمه به قدم وهو هغه راته وويل چي ستا خوښه وي ما ورته وويل چي مخ پر کابل دروازه به ولاړ سو ، کابل دروازې ته ولاړوو د هغه ځاى څخه په شابازار کي توپخانې ته راووتو او بيا مو د خرقې شريفي ترڅنګ په کوڅه کي چي د احمد شابابا د مقبرې کوڅه يا ئې شاهي طبله هم بولي تېر سوو ، دغه لار په پاى کي بنده وه بېرته راوګرځېدو او په توپخانه کي چي کم چوک ډوله ځاى دئ پر هغه راپورته سوو او د مخابراتو پر مخامخ کوڅه جادې ته راووتو تر هغه وروسته بيا راغلو د يوه جوس والا دوکان ته او جوس مو وچيښه ملګري مي راته وويل چي ياره دا سپورټ تر ګټي په ډېر تاوان راته تمام نه سي هسي به په خپلو کورو کي قدم وهو ما ورته وويل چي ته مه بېرېږه څه بيا وسوه هغه وويل چي دا تور ښار ، دا عسکر او دا هرڅه ماته بدبختانه د نېک الهام پر ځاى بدالهام راکوي ماورته وويل چي ته اوس درولاړ سه او ته خپل د کور پر خوا درځه او زه به د خپل کور پر خوا ولاړ سم ، خداى په امانى مو سره وکړ او زه د عيدګا دروازې د مخابراتو د مخ پر سړک روان سوم تر لږ تګ وروسته سمدستي دوه څراغان راباندي ولګېدل ما فکر وکړ چي د جادې د دوکانو چوکيدار به وي خو ږغ راباندي وسو چي دې خوا ته را واوړه زه ور واوښتم په عين وخت کي مي کتل چي څوک به وي کله چي ور ورسېدم او د دوى د لاس د څراغو روڼا راڅخه ليري سوه ومي ليدل چي عسکر دي سمدلاسه ئې يوه نفر داسي تلاښي راپکښې وکړه چي د ويلو جرائت ئې نه لرم زه چي روان سوم يوه نفر راپيسې ږغ کړه چي بخښنه کوه ما ږغ ورته و نه کړ بيا ئې را پيسې را ږغ کړه چي تاته وايم وام بخښه کوه ما مخ ور واړاوه او ورته ومي ويل چي د څه شي بخښه؟ د يوې داسي تلاښۍ بخښه چي زې په ويلو شرمېږم ؟
هغه را مخ ته سو او راته وې ويل چي خورا بد دي يو نه وړل ما ورته وويل چي داغسي بد کار ئې وکړ ژر مي په جېب لاس چخ کړ او خپل کارټ مي ورښکاره کړ چي داسي نه وي چي و دي وهي ولي ماته معلومه ده چي په دې ښار کي اوس واکمن کسان هر يو د وهلو وس او توان لري هغه که ښاروال وي ، که ترافيک وي، پوليس خو بېخي دويشتلو . هغه زما کارټ پر يوه او بله خوا واړا وه او را واړا وه او بيا ئې راته وويل چي اکاډمي دي لوستې ده ما ورته وويل چي يا اکاډمي والا نه يم. راته وې ويل چي ما اکاډمي لوستې ده زه حيران سوم چي د اکاډمي لوست دغه ته وايي خو ده زما حيرانتيا په دې ږغ چي موږ ته امريکايانو ويلي دي چي داسي ئې تلاښي کوئ له منځه يووړه ، او بيا ئې راته وويل چي څنګه تلاښي ئې درپکښې وکړه؟ بيا ئې تلاښي کړم او راته وې ويل چي داسي ؟ دا ځل ئې تر هغه په بد ډول تلاښي کړم ما ورته وويل چي هو. داسي فکر مي وکړ چي که دي ورته وويل چي يا داسي نه، کېداى سي چي تر دې دي بدتر کړي.
ما ورته وويل چي وروره موږ او تاسو خو مسلمانان يو د امريکانو په نصيحتو کي دي عمل کاوه خداى خبر چي شل بې کې .
هغه راته وويل چي د چا پرتندي بيا ليکلي دي چي دا سم سړى دئ او دا خراپ سړى دئ تر تا ئې ښه رنګونه وي خو اخر ځان پټاو کي ، زه پوه سوم چي د چا سره په سر سوى يې او دا آيات شريف مي سترګو ته ودرېدئ چي ( و اذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلامًا سلاما).
ما ورته وويل چي سمه ده چي څنګه وايې هغه سي صحيح ده په آخر کي ئې پر تندي ګوته را ونيوله او راته وې ويل چي د مسلمانۍ خبري مه کوه په لا الااله ، بېرته ئې دا کلمات پرېښوول او وې ويل چي په خداى که اوس هم تر ما مسلمان يې.
ما ورته وويل چي بس سمه ده خداى دي تا او دا ډول مسلماني سره زاړه کړي . ځيني را روان سوم ملګرى مي چي کور ته ورسېد زنګ ئې راته وواهه چي ورسېدې په خېر ما ورته وويل چي بس د رسېدو په حال کي يم هغه ويل چي ولي دونه وځنډېدې ؟ ما ورته وويل چي د يو چا سره په خبرو اخته سوم.
خېر په دې ورځ خو مو ټليفون د خداى په اماني سره بند کړ، په سبا سهار مو دا پلان وتړه چي نور به عينو مېني ته ځو او هلته به قدم وهو يا به ځغلو .
کله چي مو موټر را روان کړ ،ملګرى مي را پورته کړ او عينو مېني ته ورسېدو که ګورو چي ټول موټران د عينو مېني و مخ ته ولاړ دي او خلک نه پرېښوول کېږي ما پوښتنه وکړه چي ولي ؟ يو نفر جواب راکړ چي يو هلک ئې غلا کړى او دروازه اوس خلاصوو .
انتظار انتظار او ډېر انتظار مو وکړ خو بېرته را کاټ سوو چي راکاټ سوي لا نه وو چي يو عسکر راغى او مخ ته را ته ودرېدئ او وې ويل چي حرکت و نه کړې بس موږ هم ودرېدو ډېر وخت ولاړ وو او بيا چي کله د عينو مېني دروازه خلاصه سوه خلک و عينو مېني ته ولاړل او موږ بېرته د خپلو کورو پر خوا .
ملګري مي ويل چي ياره ماوختي لا درته وويل چي دا کار راته په تاوان تمام نه سي ماورته وويل چي نور تر تېر يو او د هغې ورځي کيسه مي ورته وکړه ډېر حيران سو او ويل ئې چي تر څو به دا حال وي ما ورته وويل چي ياره بس خداى پاک دي ئې را جوړوي ده ورباندي آمين ووايه او تاسو هم ورباندي آمين کړئ
چي نور مو الله پاک د دې توري تيارې څخه د تل پاتي روڼا پر لور کامياب کړي او الله پاک مو د ټولو اسلامي مملکتو سره د دې غلامۍ څخه د ازادۍ خاوندان کړي.